شعرونه

د کونـړ سيـند

رانه اقدام غواړي تکل غواړي
د کونـړ سيـند مهارول غــواړي
ګاونډيان تل را اوږدوي لاسونه
د دوی لاسونه پرې کول غواړي
عجيبه نه ده دوۍ اغـزي کرلي
خو حاصلاتو کې بيا ګل غواړي
د امريکا کيمپ کې پراته غلامان
راپـورته شـوي بیا کابل غــــواړي
د فلسطين ماشومان چيغي وهي
د طالب جان غوندې اتل غـواړي!
دلته بې کوره مهاجر طيبه
ګـوله ډوډۍ غواړي کمپل غواړي

طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close