تاریخ او جغرافیهلیکنې

د کونډې زوی

24/3/1395 لمزیز کال
ماشوم وو چې دپلار سیوری یې له سره واخیستل شو، موریې یوازې په دې ماشوم سرسپین کړ، بل خاوند یې ونه کړ. په ډېرو کړاوونو ، غربت اوفقريې رالوی کړ.
دخدای شپې او ورځې تېرېدلي چې ماشوم زلموټی شو، ځوان شو ،کونډې موریې کوژده ورته وکړه اوپه خورا تکلیف يې ولور ور ادا کړ. بالاخره هغه ورځ هم راورسېدل چې خپل دځوی واده یې وکړ. د واده په کولو سپين سرې بوډۍ د آرامۍ ساه واخیستله او فکر یې کاوه چې نور مې دنېکمرغې ورځې پيل شوي دي.
الله تعالی دې ځوان ته درې زامن او دوې لوڼې ورکړي. ځوان په کلي کې بزګري کوله او یوه حلاله ګوله ډوډۍ يې پیدا کوله اوخپل د ژوند نه خوښ ول.
دتقدیر فیصلې بیا جلاوې، سپين سرې بوډۍ هېڅکله دافکرنه کاوه چې داځوان زوی به يې دداسې برخلیک سره مخامخ کېږي.
یوه ورځ دفراه رود ولسوالۍ دتودنک په کلي کې دکوم شهید جنازه وه… داځوان عبدالکریم هم هدیرې ته دجنازې دښخولو لپاره ولاړ. یو ناڅاپه امریکایي بلیک هاک چورکلې راورسېدلې، سمدستې يې ناتار ډزې پیل کړې چې پکې دکونډې دا ځوان زوی ولګید. همداشان یوه بله بوډۍ په شهادت ورسېدله.
عبدالکریم لا ژوندی وو، خلکو را واخیست چې کوم ډاکتر ته يې ورسوي خو پرلاره يې دشهادت جام نوش کړ او زموږ دې کليوال تر شا خپله کونډه او بیا اوس بوره مور، مېرمن ، درې زامن او دوې لوڼې ترشا پرېښودلي. چې هم ددې ټولو کفالت ددې سپین سرې بوډۍ ترغاړې سو… نوربیا…

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *