افغانستان

د کونړ پر سیند دوه بندونه جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو تخنیکي سروې ګانې بشپړې شوي او په نږدې وخت کې به پر یاد سیند دوه بندونه جوړ شي. د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د کونړ پر سیند د بند په جوړولو کې د هیچا مخالفت ته ونه ګوري او د خپل مسلم حق له مخې به یې اوبه مهار کړي. نوموړي ویلي، د یادو بندونو په جوړېدو سره به زرګونه هکټاره ځمکې پر خړوبېدو سربېره یوه اندازه برېښنا هم تولید کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *