راپورونه

د کونړ په سرکاڼو کې د اوبولګولو پروژه پيل شوه

د کونړسرکاڼو د اوبوپروژې په پيل سره د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.د کرنې وزارت وياند مصباح الدين مستعين د دغه وزارت د فعاليتونو په لړکې وويل:د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ويلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان دکليو د بيارغونې ادارې په تخنيکي همکارۍ د دغه ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ په سونګړۍ سيمه کې د سربندونو، اوبوزېرمو، تراسونو او استنادي دېوال رغنيزې چارې پيل شوي دي.ده څرګنده کړه:دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس مولوی شېرآقاپيرحبيب الرحمن ويلي چې ددې پروژې په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د لنډمهال لپاره د کار زمينه هم برابره شوې، چې په ترڅ کې به يې ددغو ولسواليو يوشمېر سربنونه، د اوبوزېرمې، تراسونه او استنادي دېوال په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
ده وويل:د کونړ دکرنې رئيس ويلي« دکونړ د نورو ولايتونو په پرتله سخت ځپل شوی دی، د ولسونو ضرورتونه او اړتياوې هم زياتې دي، نو اړينه ده چې د دې ولايت د کرنيز اقتصاد پياوړتيا په برخه کې موثرې اقتصادي پروژې پلي شي».
ښاغلي مستعين وويل:ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته د کار زمينې برابرول، د اوبو د ضايعاتو مخنيوي او په ټوله کې د اوبو مديريت دی.
نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *