افغانستان

د کونړ په سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، د کونړ په بېلا بېلو والسوالیو کې د همکارو موسسو له خوا ۱۷ زره او ۹ سوه تنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوی شیر اقا پیر حبیب الرحمن شریعت ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې ویلي: د اسلامي امارت په راتګ سره د بزګرانو ډېرې ستونزې حل شوي او دا مهال د موسیساتو له لوري پروژې جریان لري.
ښاغلي پیر حبیب الرحمن زیاته کړه، چې د ټول ولایت په سطحه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه، شنې خونې، د سبزیجاتو تخمونه، نوي باغونه جوړ شوي او په مختلفو والسوالیو کې د همکارو موسیساتو له خوا ۱۷ زره او ۹ سوه تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سرې وېشل شوي او هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په تفاهم د تیکا موسیسې لخوا ۲۰ د غنمو نمایشي قطعې جوړ شوې، چې هر دهقان ته یې ۲۵ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ډي ای پي سره او ۵۰ کیلو یوریا سره وېشل شوي ده.
د نوموړي ریاست د رئیس په وینا، چې د ۲۰۰۰ تنه دهقانانو ته په مرورې، خاص کونړ، وټه پور، سرکاڼو څوکۍ، دره پیج، اسمار، اسعدباد او نورګل ولسوالیو کې د همکارو موسیساتو لخوا د سبزیجاتو، لوبیا، سایبینو او مرخیړیو تخمونه وېشل شوي دي.
د کونړ د کرنې او بولګولو او مالدارۍ رئیس وایي، چې د تخمونو د کیفیت معلولو لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د اصلاح شوي تخمونو د کیفیت لپاره ځینې مشخصات په مکتوبي شکل رالېږل شوي وو، چې د معاینې درې کسیزه هئیت لخوا د هرې موسیسې تخمونه د وېش څخه مخکې په فزیکي شکل ارزیابي شوي او له معاینې وروسته بیا د وېش اجازه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې وټه پور، اسعدآباد، سرکاڼو ولسوالیو کې د همکارو موسیساتو لخوا کوچني ۳۵ شنې خونې جوړې شوي دي.
او په همدې ترتیب په کونړونو کې ۴۱۲۰ جریبه د لیمو، مالټې او نارنجانو باغونه موجود دي، چې نوموړي باغونه په نورګل، خاص کونړ، څوکۍ نرنګ، سرکاڼو، مروره، غازي اباد، وټه پور، دره پیج، شیګل او چپه درې ولسوالیو کې شتون لري.
همداشان په غازي آباد او وټه پور ولسوالیو کې نوي ۳۰ جرېبه باغونه جوړ شوي دي.
د ده په وینا په راتلونکي کې د ولایت په سطحه د ګرین هاوسونو جوړول، اصلاح شويو تخمونو زیاتوالی ، د غنمو او شولو نمایشي قطعات جوړول، د باغونه په عصري ډول جوړول او د زراعتي توکو وېشل په پام کې لرو.
همدارنګه د خاص کونړ والسوالۍ یو تن بزګر نېک محمد د اسلامي امارت د مشرانو غوښتي، چې موږ سره د کرنې په برخه کې همکاري وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال بزګران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، کومې مرستې چې د بزګرانو سره کېږي، بسنه نه کوي او د دهقانانو ستونزې نشي حلولی. نوموړی وایي، چې په بهرنیو موسیساتو باندې غږ کوم، چې د کونړ له بزګرانو سره هر اړخيزې همکارۍ ترسره کړي.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *