افغانستان

د کوچني اختر د امنيت خونديتوب ته پوره چمتووالی نيول شوی

کورنیو چارو وزارت وایي چې د کوچني اختر د امنیت خوندیتوب لپاره یې پلان برابر کړی چې په پلي کېدو سره به یې په ټول هېواد کې بشپړ امنیتي تدابیر ونیول شي.د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه کلید راډیو ته وویل، هېوادوال دې ډاډه وي چې د تېر په څېر به سږکال هم د امنیتي پلان له مخې په هېواد کې امنیت تامین وي.نوموړي زیاته کړه، د وزارت له خوا یو منظم پلان چمتو او ټولو … 7مخ

قطعاتو ته لېږل شوی او ټول امنیتي ارګانونه به په ګډه امنیتي پلان پلی کړي.«ټولو هېوادولو ته ډاډ ورکوو چې د ولس په همکارۍ او د پلان په پلي کولو سره به انشاالله بشپړ امنیت تامین شي. پولیس شپه او ورځ د هېوادولو په خدمت کې وي او هېوادول دې هم له امنیتي ځواکونو سره همکار پاتي شي.»پوځي شنونکي وايي، دښمن تل هڅه کوي چې په داسې ځانګړو ورځو کې خپلو موخو ته ورسېږي او دا داسې ورځې ښه فرصت ګڼي.دوی د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو غواړي چې د اختر په ورځو کې خپلې امنیتي پوستې او ګزمې زیاتې کړي.د پوځي چارو شنونکي عزیزالله ستانکزی په دې اړه وايي:«د کورنیو چارو وزارت چې په دې برخه کې مسوولیت لري، باید هوښیارانه عمل وکړي او د اختر په ورځو کې امنیتي پوستې زیاتې کړي او کشفي ارګانونه هم خپله دنده تر سره کړي او د استخبارتو ریاست باید هم خپل اساسي دنده تر سره کړي، تر څو خلک زیان ونه ویني.»یو شمېر هېوادوال هم له حکومت څخه غواړي چې د اختر په ورځو کې بشپړ چمتو اوسي او خپل امنیتي تدابیر ښه کړي؛ تر څو د امنیتي پېښو مخنیوی وشي او خلک پرته له کومې وېرې اختر ولمانځي.د کابل او ننګرهار اوسېدونکي محبوب الله موحد او عبدالمنصور نظري وايي، اسلامي امارت باید د هغو ځایونو امنیت ونیسي چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیات وي.
«له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې د په دغو ورځو کې امنیت ته جدي پام وکړي او په ځانګړي ډول په هغو ځایونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي او له خلکو هم غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»«له ټولو امنيتي ارګانونو څخه مو غوښتنه ده چې په دې شپو او ورځو کې ښه امنیت ونیسي تر څو خلک د امن په فضاء کې اختر تېر کړي.»د یادولو وړ ده چې په تېر اختر کې د امنیت ټینګښت په برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *