افغانستان

د کوچنیانو ساتنې نړیواله موسسه: د اسلامي امارت ټولو قوانینو ته ژمن یو

شریعت: په افغانستان کې د کوچنیانو ساتنې نړیوالې موسسې مسوول کريسټو فرنیا مندي د کندهار له مرستيال

شریعت: په افغانستان کې د کوچنیانو ساتنې نړیوالې موسسې مسوول کريسټو فرنیا مندي د کندهار له مرستيال والي مولوي حیات الله مبارک سره وکتل.
په دغه کتنه کې کریسټو فرنیا مندي وویل، چې د اسلامي امارت ټولو قوانینو ته ژمن دي او خپل ټول فعالیتونه به د اسلامي امارت پالیسیو او قوانینو سره سم پر مخ وړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې خپلو چارو ته به په نورمال ډول دوام ورکوي.
مرستيال والي مولوي حیات الله مبارک نوموړي ته تر ښه راغلاست وروسته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *