لیکنېمقالی اوتبصرې

د ګاونډیانو هر ناوړه اقدام به بدې پایلې ولري

اسلامي امارت واک ته د رسېدو د مخه په بهرنیو هېوادو کې د غونډو پر مهال د سوله ییز سیاست له مخې له هېوادونو سره د ښو او مناسبو اړیکو په درلودلو ټینګار کاوه او تمه یې درلوده،چې هېوادونه به د ورته عمل په ترسره کولو سره دیپلوماتیکې اړیکې رامنځ ته کړي او د هېوادونو ترمنځ به د پرمختیايي چارو د سمون لپاره لاره هواره شي،خو په خواشينۍ سره ویلی شو،چې یو شمېر هېوادونه یوازې خپلې ګتې په پام کې لري او د افغانانو د ګټو خوندیتوب لپاره ستونزې او خڼدونه لټوي،چې له امله یې بې باوري رامنځ ته کېږي او ناندريزې خبرې ورځ تر بلې زیاتوالی مومي،ترڅو د اړیکو پیوند زیانمن او تاوتریخوالی رامنځ ته شي.لیدل کېږي چې اسلامي امارت د واک له تر لاسه کولو سره سم په خپله کړنلاره کې څو ځلې ټینګار کړی او روښانه کړې یې ده چې د اسلامي اصولو په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د متقابلو متوازنو اړیکو د ټینګښت لپاره غېږ پرانيستې،هیله ده چې د سیمو هېوادونه د همېشنۍ سولې د تأمین او راکړې ورکړې لپاره ښه زمینه برابره شي.یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت په رښتینتوب او روڼ سیاست په پوهېدو سره د تعامل لار غوره کړې او له اسلامي امارت سره په مختلفو برخو کې یې د يو شمېر تړونونو په لاسليک د ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړې،هغوی چې خپلې ګټې په سوله ییز افغانستان کې نغښتې ګڼي لیواله دي چې په افغانستان کې سوله سراسري او تلپاتې شي تر څو د ګاونډیو هېوادونو د پرمختګ لامل وګرځي.
خو په خواشیني سره ویلی شو چې ځینې ګاونډیان لا تر اوسه د دوه مخي سیاست په کار اخیستنې پلمې لټوي او د اسلامي امارت لپاره فشارونه ګوري، دوی نه غواړي،چې افغانان په یوه سوله ییز او پرمختللي افغانستان کې ژوند وکړي،ډېری هېوادونه چې د اشغالګرو پر ضد دي د اسلامي امارت په وړاندې د ستونزو د لټون په هکله کله ناکله نیوکې هم کوي او د اسلامي امارت له خوا را پیدا شوی امنیت د قدر وړګڼي ځکه هغوی پوهېدلي ،چې د اوسني امنیت په څېر هېڅوک د دې توان نه لري،چې سراسري امنیت تأمین کړي او ورسره جوخت د کوکنارو کرکیلې له منځه یوسي،ځکه اشغالګرو پوځي ځواکونو چې په ائتلافي ډول یې په افغانستان کې شتون درلود،ونه توانیدل،چې د همېشني امنیت رامنځ ته کړي او یا د کوکنارو کرکیله بنده کړي. همدا حکومت دی،چې له نړیوالو سره ترسره شوي ژمنې یې یو په بل پسې عملي کړي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې پیل کړې دي. ډېری اشغالګران حیران پاتې شوي،چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره سره اسلامي امارت په ډېر کم وخت کې په اقتصادي ستونزو برلاسي موندلې او د هغو پروژو په جوړونه بوخت دی،چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. په هېواد کې د اوسنیو چټکو لاسته راوړنو په هکله زموږ ځینې ګاونډیان ناهیلې ښکاري،نو له دې امله د زغم توان نه لري او د خڼدونو په رامنځ ته کېدو بوخت لیدل کېږي، د ساري په توګه پاکستان او ایران د هغو هېوادونو په څېر کړنې ترسره کوي،کومو چې د اشغال پر مهال اشغالګرو ترسره کول ځکه اشغالګرو د پوځي لارې خپل بری زیانمن ولیده،نو اقتصادي ستونزې ته یې مټې رابډ وهلې او تر هغه یې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې ترڅو چې یې وسه کېده. زموږ ګاونډیان پاکستان او ایران چې ځانونه د اسلام ټيکه داران هم ګڼي، اسلامي امارت تر سخت فشار لاندې راوستل غواړي او هڅه کوي د هر ډول فشار راوستلو له امله هر څه پرې ومني، همدا اوس پاکستان له افغان کډوالو سره داسې ناوړه چلند غوره کړي،چې له ټولو نړیوالو اصولو خلاف ګڼل کېږي،چې کډوال هېواد ته د راستنېدو لپاره ځانونه برابر کړي او د خپلې شتمنۍ د راټولولو لپاره لارې چارې په ظالمانه توګه له کورونو را ایستل کېږي، چې له ډېرو ناوړو ستونزو سره سره تر پولې راورسېږي.همدا اوس د ډېرو افغان کډوالو شمتنۍ له نامعلوم برخليک سره مخ دي. د افغان کډوالو اوسنی را ایستل چې د یوه فشار په توګه کېږي،ښې پایلې نه لري ځکه د اسلامي امارت مشرانو دا تمه نه درلوده چې ګاونډي هېوادونه به د دوی پر وړاندې سرخوږی جوړوي. د عیني شاهدانو له خولې داسې ښکاري چې اسلامي امارت په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره مناسب اقدامات ترسره کړي او راستانه شوي کډوال يې په ډېر عزت او هوساینې سره په خپلو پنډغالو کې ځای پرځای کړي، نړیوال چې د پاکستان د واکمنانو دغه ناوړه عمل ویني په ځلونو یې په رسمي او غیر رسمي توګه له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو په ستنېدو کې دې له سره غور وکړي او دا پروسه دې بنده کړي خو پاکستاني چارواکي د نړیوالو غږ ته منفي ځواب ویلی او هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له خپل هېواده راشړي.
پوهېږو چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د یوه ښه ګاونډي په توګه له افغانانو سره اړیکې نه دي پاللې تل يې د دوه مخي سیاسته کار اخیستی او هر هغه وخت چې افغانانو د هوساینې په لورګام پورته کړي پاکستان یې په وړاندې خڼدونه او ستونزې ګوري او نه غواړي چې د پاکستان په څنګ کې یو با ثباته خپلواک او په خپلو پښو ولاړ افغانستان وویني، له همدې امله کله سوداګرو ته ستونزې پیدا کوي او کله د کډوالو په هکله ناوړه اقدام کوي. همدا اوس د کراچۍ بندر کې په زرګونه کانتینر زموږ د ملي سوداګرو بند پاتې دي چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګري وزیر اړ شو ترڅو له پاکستاني چارواکو سره په دې هکله خبرې وکړي دا لومړی ځل نه دی چې د سوداګرو پر وړاندې خنډونه پیدا کرځي بلکې څو څو واره یې زموږ د سوداګرو پر وړاندې ورته اقدام کړی! ښه به وي چې اسلامي امارت د پاکستان د ناوړه او بې ځایه هڅو پر وړاندې ويښ او بیدار واوسي ترڅو هر ډول دسیسې او توطئې یې له خاورو سره خاورې شي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *