
د ګرځندوی نړیواله ورځ ونمانځل شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ګرځندوی نړيواله ورځ نن د (ګرځندوی او شنه پانګونه) تر شعار لاندې د دارالامان په ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د ياد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په ياده غونډه کې وويل چې سياحت د هېوادونو ترمنځ په سياسي اړيکو هم تاثیر لري او کولای شي هېوادونه له سياسي اړخه يو بل ته نږدې کړي.
خيرخواه زياته کړه، چې افغانستان د کال څلورو فصلونو په درلودلو سره د ګرځندوی له اړخه د نړۍ له غوره هېوادونو څخه شمېرل کیږي.
نوموړي همدارنګه وويل، چې نړيوال ګرځندويان دې په افغانستان کې د ډاډمن امنيت ټينګښت له فرصت څخه ګټه واخلي او له تاريخي او تفريحي سيمو څخه دې ليدنه وکړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوی ته د اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
خيرخواه زياته کړه، چې خصوصي سکټور هم کولای شي، چې د ګرځندوی په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين مهاجر فراهي په یاده غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو او د بشپړ امنيت په ټينګښت سره هېواد ته د راغليو د بهرنيو د سيلانيانو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی ده.
فراهي زیاته کړه، چې د هېواد په څلورو تفريحي او تاريخي سيمو ( د غور په منار جام، د پکتیا په ځاځي اریوب، د کاپیسا په صیاد او نورستان) کې د عصري هوټلونو د جوړولو په طرحه کار روان دی.
په همدې حال کې د بهرنیو چار وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې بهرني سیلانیان په ځانګړي ډول د دوستو هېوادونو اوسېدونکي کولای شي، په ډاډه توګه افغانستان ته راشي او د سياحت تر څنګ وګوري، چې په تېرو ۴لسيزو کې دلته څه تېر شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت ټولو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو او له دوی سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونډې په څنډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د کتابونو نندارتون هم جوړ شوی وو.