
د ګمرکونو لوی ریاست د مرکزي دفتر کارکوونکي له امتیاز پرته یو ساعت اضافه کار کوي
د ماليې وزارت په اډانه کې د ګمرکونو لوی ریاست د مرکزي دفتر ټولو کارکوونکو په لیکلې بڼه د یاد ریاست له رهبرۍ سره د هېواد د پرمختګ، کاري چټکتیا، هیوادوالو ته د غوره او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو سره ژمنه وکړه،
چې له دې وروسته به هره ورځ یو ساعت اضافه کار کوي. د هېواد په تاریخ کې دغه نېک او بې ساری ګام او د ښه راتلونکي زېری ورکوي. د ګمرکونو لوی ریاست رهبري د خپلو ټولو کارکوونکو د دې ملي احساس قدرداني کوي او ټولو هیوادوالو ته خبر ورکوي، چې له دې وروسته به د ګمرکونو لوی ریاست ټولې برخې د مازدیګر تر پنځو بجو پورې د دوی پر مخ خلاصې وي او د دوی ستونزو ته به رسېدنه کېږي.د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د تورخم او اسلام قلعه ګمرکونه ۲۴ ساعته او پاتې نور ګمرکونه ۱۶ ساعته له کوم امتیاز پرته هېوادوالو ته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي او که چېرې سوداګر وغواړي د نورو ګمرکونو فعالیتونه هم ۲۴ ساعته شي د ګمرکونو لوی ریاست چمتو دی، چې د دوی غوښتنې ومني.