افغانستان

د یوناما سیاسي مشر: د اسلامي امارت د لاسته لاوړنو رښتینی تصویر نړۍ ته ښایو

شریعت: په افغانستان کې د یوناما سیاسي مشر سکاټ سمیټ پرون د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئیس سره په کتنه کې وويل چې یوناما د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو رښتینی تصویر د ملګرو ملتونو له سازمان او نړۍ سره شریک کړی دی.
د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سیاسي مشر سکاټ سمیټ او مل پلاوي د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئیس مولوي ‌ذاکر سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د یوناما د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ د اسلامي امارت لخوا د امنیت ټینګښت او په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې وویل، یوناما د افغانستان اسلامي امارت د لاسته راوړنو رښتینی تصویر د ملګرو ملتونو له سازمان او نړۍ سره شریک کړی دی.
هغه وویل، په افغانستان کې له موجوده امنیت څخه په استفادې د یوناما لوړ پوړي مسؤلین توانیدلي چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته سفر وکړي.
ښاغلي سکاټ سمیټ په دې لیدنه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، څو د نجونو د زدکړو او ښځینه وو د کار په تړاو اقدامات ترسره کړي.
وروسته د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر په افغانستان کې د یوناما کاري ماموریت اړین یاد کړ وې ویل، اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او د هېواد د پرمختګ په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) هڅو او فعالیت ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، یوناما دې د دوحې راتلونکې ناستې ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات وړاندې او هغوی دې د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *