لیکنېمقالی اوتبصرې

د یوه امریکايي ډیپلومات اعتراف؛ افغانستان موږ ته ګواښ نه دی

يوه امريکايي ډيپلومات ويلي: د افغانستان له خاورې امريکا ته هېڅ ګواښ نشته په حقیقت کې دا د افغانستان پر واقعیتونو اعتراف دی.
د باختر آژانس مبصر لیکي: د افغانستان اسلامي امارت تل پردې ټینګارکړی، چې دا هېواد د همکارۍ او همغږۍ ځای دی، د مثبت تعامل او همکارۍ پر مټ د هېوادونو د نښلولو نقطه کېدای شي او هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی، خو تل یې په خپل وار له هېوادونو سره د تعامل غوښتنه کړې او د خبرو اترو له لارې د شخړو په حل کولو ټینګار کوي.
که څه هم د سیمه ییزې او بهرنۍ همکارۍ په اړه د اسلامي امارت نظر روښانه او څرګند دی او له دوو کلونو را په دې خوا چې د اسلامي امارت له راتګه تېریږي، له ګاونډیو او سیمې سره د افغانستان په اړیکو کې کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې او که په دې اړه کومه وړه خبره هم وي، ثابته شوې، چې دا د مغرضو کسانو کار دی، اسلامي امارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ پر تعامل او همکارۍ ټینګار کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیزابت هورسټ د دغه هېواد د استازو په مجلس کې وویل: « موږ باور نه لرو چې افغانستان دې د القاعدې مرکز او د امریکا لپاره ګواښ وي. »
له بده مرغه تر دې وړاندې هم یو شمېر جګپوړو امریکايي سیاستوالو او پوځیانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون ادعاوې کړې وې، خو الیزابت هورسټ په خپلو وروستیو څرګندونو سره بې اساسې ثابتې کړې.
دا اعتراف نړۍ ته دا پیغام رسوي چې اسلامي امارت په ارامې ډیپلوماسۍ سره ثابته کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه آوازې هسې یو پروپاګند دی.
په تېرو دوو کلونو کې اسلامي امارت په دې وتوانېد چې په ارام او معقول چلند سره د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي، په وروستیو میاشتو او ورځو کې د یو شمېر هېوادونو ډیپلوماټانو کابل ته سفرونه کړي او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې کړې دي.
دوی په افغانستان کې له ډاډمن امنیته خوښي څرګنده کړې او د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یې د اسلامي امارت د برنامو ستاینه وکړه.
له دې څرګندېږي چې اسلامي امارت پر دې توانېدلی، چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د باور فضا رامنځته کړي، دا پروسه یې په معقوله ډیپلوماسۍ پیل کړې او په حوصلې سره یې دوام ورکړی چې په پایله کې یې د اسلامي امارت په اړه منفي ذهنیت بدل شوی دی.

د باختر آژانس تبصره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *