تاریخ او جغرافیهلیکنې

د یوې سپین سرې بوډۍ جهــادي احساس

۱۳۸۸ لمریزکال و، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د روان امریکایي اشغال پر وړاندې دجهاد خورا مستحکم مورچل و. دغلیم ګڼ عملیات په کې ناکام شوي وو، دفراه ، فراه رود تر منځ نښلوونکی سړک ددښمن دکتارونو پرمخ تړل شوی و. په ځلونو د دښمن زیات ټېنکونه ویجاړ او پرسونل یې دمجاهدینو له یې ویجاړ لوري وژل شوي وو.
زموږ مرکز د کال کلا کلي د لرغوني کلا ترڅنګ په یوه اتاق کې و، کوربه په خورا اخلاص او رښتینولۍ زموږ خدمت کاوه، کله چې به د کوم عملیاتو لپاره راووتل یابه جګړه ونښته نوکليوال به له کلي وتل، خو ددې کور یوه سپين سرې بوډۍ به کورکې پاتېدله . یوه ورځ ما ورته وویل: تاسو باید ولاړه شئ جګړه ده ټول کورونه وځي.
هغې راته کړه: زويه چې ولاړه شم تاسو ته ډوډۍ او کتغ څوک پوخ کړي؟ زه ددې لپاره پاتېږم چې مجاهدینو ته خدمت وکړم ، پروا نه شته چې زه شهیده شم. وروسته دا سپین سرې بوډۍ په یوه پېښه کې په شهادت ورسېدله. انالله واناالیه راجعون. تقبلها الله
***
د کار څو سړي مو په یوه پېښه کې له لاسه ورکړل !
۶/۳/۱۳۸۸ لمریز کال
د جوزا میاشتې یوه شپه د خاکسفید ولسوالۍ د هفتادر په کلي کې و. د سپیده چاود مهال یو ناڅاپه د ډزو غږونه پورته شول. موږ هم په بیړه حرکت وکړ…
په لاره کې معلومات راته وشول چې پېښه د پشترود ولسوالۍ اړوند د نهردښت (نالیدښت) ختیځه څنډه کې رامنځته شوې او دوه تکړه جهادي قوماندانان هر یو ملا احسان الله(ډاکټر محمد صادق) او ملا عبدالسلام قدرت د خشک آبې کلي له ګڼو ملګرو سره په شهادت رسول شوي !!
احسان الله شهید چې د ګوانتنامو، شبرغان او چرخي پله کرغېړن زندانونه یې لیدلي، په فراه کې یو له تکړه مجاهدینو څخه و، کله چې د ګوانتنامو نه راستون شو په جهادي فعالیتونو یې پیل وکړ، په بېلابېلو عملیاتو کې یې غلیم ته درانه زیانونه واړول، همېشه یې جهادي چارې له علماوو او مجاهدینو سره په مشوره پرمخ بیولې.
کله چې موږ سیمې ته را ورسېدله غلیم لا هم په هغه سیمه کې موجود و. مجاهدینو ډېره هڅه وکړه چې د امریکايي شوبلو نه د تللو په وخت کې د شهیدانو جنازې را وګرځوي، خو و توانېدل ځکه د دښمن د کاروان بدرګه ایف ۱۶ جنګي جټ او نورو الوتکو کوله.
پېښه په داسې توګه رامنځته شوه، چې دښمن لومړی د دوی پیره دار په لیزري وسلې ویشتلی او وروسته یې نورو مجاهدینو ته ځان په داسي حال کې رسولی و چې دوی په خواږه خوب ویده وو.
د ډاکټر احسان الله او ملا عبدالسلام قدرت شهادت په واقعیت کې د امریکا په وړاندې په نوي پیل شوي جهاد باندې تر یو وخته منفي اغېز درلود خو وروسته په سیمه کې نورو مجاهدینو دا تشه په خورا زړورتیا سره ډکه کړه.
شهید ډاکټر احسان الله مې د زندان او همداشان د سنګر صمیمي او زړه ته نږدې ملګری و. الله تعالی دې پخپلو نعمتونو او دیدار ونازوي. او الحمدلله ده خپل شاته د مجاهدینو یوه قوي جبهه پرېښوده، چې تر اوسه یې په احسن ډول د ده لار تعقیب کړې. تقبله الله.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *