افغانستان

ذبیح الله مجاهد: خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي.مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه د هېواد ټولو خبریالانو ته مبارکي ویلې او هغوی ته یې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د لا ښه خدمت توفیق غوښتنه کړې ده.نوموړي له هغوی غوښتي چې د رسنیزو اصولو په نظر کې نیولو سره لا ډېر هڅاند و اوسي. د یادونې وړ ده چې هر کال د کب ۲۷ مه نېټه په هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *