افغانستان

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په حقیقتونو سترګې پټوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي او نیوکه یې کړې، چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان ضد مغرضو کړیو له لوري یرغمل شوی او د افغانستان حقیقتونه نه ګوري.
نوموړي د ملګرو ملتونو وروستۍ عمومي ناستې ته په اشارې سره ویلي، چې دغې ناسته کې په افغانستان کې شته امنیت، عمومي عفوې، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي سکتور پر پښو درېدو، له کورني عوایدو څخه د بودجې تیارېدو، ټول هېواد ته د تعلیمي بهیر غځېدو او نورو لسګونو پرمختګونو ته توجه نه ده شوې او یواځې د افغانستان دوه کورني موضوعات د ښخو تعلیم او کار په کې مطرح شوي.
مجاهد ویلي، چې په دغې ناسته کې باید د افغانستان په حقایقو بحث شوی وای او د رسمیت پېژندنې، د تورلېست د له منځه وړلو، بندیزونو په لرې کولو او د افغانستان د بندو پیسو د ازادولو په اړه بحث او حل لاره ورته پیدا شوې وای.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاته کړې، چې د افغانستان مسلمان او غیور ولس خپل نظام او امارت پېژني، په خپلو مشرانو باور لري او د خپل نظام کلک ملاتړ کوي.
د مجاهد په خبره، د افغانستان خلکو ته د خپل دین لارښونې لومړیتوب لري او د خپل هېواد ملې ګټې ورته مهمې دي او د همدې سترو هدفونو لپاره يې کلونه کلونه قربانۍ ورکړي او کلکه پالنه او ساتنه يې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *