افغانستان

ذبیح الله مجاهد : هېڅ مغرور لوری دې پر افغان خاوره د یرغل خوب نه ویني

اسلامي امارت د اکتوبر ۷مه، چې د تلې میاشتې له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري او پر افغانستان د امریکا د یرغل د پیل له ورځې سره برابره ده، د هېواد د تاریخ توره ورځ بللې ده.د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه ليکلي، چې (دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په حیث ثبت ده، خو د الله جل جلاله په نصرت ۲۰ کاله وروسته د امریکا لخوا پيل شوی یرغل په ناکامۍ او د هغوی په شکست بدل شو.)مجاهد زیاته کړې، دا ورځ ثابتوي چې باید هېڅ مغرور جهت هم په افغان خاوره د تجاوز او یرغل خوب ونه ویني، ځکه افغانان کلک مسلمانان، په خپل دین او هېواد مین او د استقلال او آزادۍ غوښتونکي خلک دي.د اسلامي امارت ویاند همدارنګه ليکلي، چې که چا له دې ملت سره ښېګڼه کوله بیا افغانان له ټولو څخه زیات وفاداره، ريښتوني او احسان منونکي خلک هم دي.هېره دې نه وي، چې امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ د اکتوبر میاشتې پر ۷مه نېټه پر افغانستان یرغل وکړ، خو دلته له ۲۰ کلن حضور وروسته له ماتې سره مخ شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *