افغانستان

ذبیح الله مجاهد: په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند، د نه منلو وړ بللی دی.
ذبیح الله مجاهد په خپله «اکس» پاڼه کې لیکلي دي: په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی او پاکستانی لوری باید په دې اړوند پر خپل پلان باندې له سره غور وکړي.
د مجاهد په وینا، افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري او تر هغه وخته چې افغان مهاجرین په خپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي؛ یاد هېواد باید زغم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو 5مخ

د وهلو او ټکولو او له هغه هېواد څخه په زور د هغوی د ایستلو په اړه راپورونه خپرېږي. پرون هم په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت، د پولیسو له لوري د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او ويلي یې و چې د پاکستاني چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره؛ بیا هم د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او ځورول دوام لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *