مقالی اوتبصرې

راځـئ ! پــر خپــلو خلكــو او نـړۍ زېـري وكــړو !!

دا چې د دښمن تبليغات او فكري جگړه له فزيكي او وسله والې هغې سره همغږې او بيا ترې را وروسته هم

دوهمه برخه / جبريل سعد

دا چې د دښمن تبليغات او فكري جگړه له فزيكي او وسله والې هغې سره همغږې او بيا ترې را وروسته هم پر موږ تپل شوې او لا زياته په درز كې روانه ده؛ د پر اصطلاح بيان ازادۍ په پلمه يې د پراختيا لاره هم بيا دومره پراخه ورته پرانيستې چې هر وخت يې زياتر زموږ د دين، نواميسو، هېواد، ولس، جهاد، نظام، چارو، چارواكو، دريځونو، حقائقو او واقعيتونو اړوند زېريو پر ځای د وير ناره او نغاره وهلې او د همدې زېريو پر وړاندې يې دلته راوړي ويرونه بيا پر تزوير زېري ځلولي، خو موږ ته يې هم بيا پراخ چانس پر لاس را كړی چې يو خوا زموږ رښتوني زېري چې پر حقائقو او واقعيتونو ولاړ وي؛ د دښمن د تزويري زېريو او د وير نغارو په پرتله زيات اغېزمن دي، بل خوا يې د پراختيا په لاره كې نه د بيان ازادۍ او نه يې هم اوس د رسنيزو سرچينو له پلوه كوم خنډ لرو او د خوښۍ خبره لا دا چې ولس او د نړۍ له گوټ گوټ چې افغانان او نور دلته راغلي؛ د ځمكنيو واقعيتونو او رښتونو حقائقو په توگه يې شاهد دي، دا هرڅه يې خپله هم د دښمن د وير او تزوير بشپړ سرچپه ليدلي دي او له دوی هم د سالم فكر-روغ طبيعي حالت-رښتونې بشر پالنې غوښتنه دا ده چې دغه زېري مو راسره بدرگه كړي، نو راځئ ! پر خپلو خلكو او نړۍ زېري وكړو او د ځمكنيو واقعيتونو او رښتینو حقيقتونو دغو زېريو ته داسې كورنی او نړيوال گرم بازار را منځته كړو چې خپل خلك مو، نړۍ او غوليدلي ولسونه-ټولنې-اشخاص-افراد پكې په يوه شېبه غور سره وخت پر وخت د دښمنو تزويري زېريو او د وير ساندو حقيقت، واقعي څيره او موخې او تر كاسه لاندې يې نيمه بله پر خورا اسانۍ درك كړي او بيا د رښتینو بشر دوستۍ او بشريت ژغورنې پر احساس او انگېزه هر يو پر خپل ځای له خپلې رښتینولی سره بشري او انساني ټولنې ته څرگند او بې غباره وښيي. د زېريو د دغه گرم بازار له توكيو سره د تېر ماتې خوړلي اشغال د مرگونو، ويرونو، وحشتونو او جنايتونو(گرم بازار چې ورته د يوې او بلې پلمې او اصطلاح په رامنځته كولو سره يې رښتیني واقعيتونه پټ ساتل شوي)له پرتلې هم ډېر څه د زېريو دغه بازار ته را ايستلای شو. د بېلگې په ډول راځئ ! زېری وكړو چې په تېر وسله وال جهاد پسې اسلامي امارت اوس بيا بې مثاله بشپړه اسلامي حكومتولي هم پر نشت امكاناتو په بې ساري ډول پر مخ وړي. د امكاناتو له نشت سره برابري لكه چې خپل خلك مو، نړۍ او د دښمن د وير پر نغارو او د تزوير پر زېريو غوليدلي هغه هم پوهېږي او راسره مني؛ كه بشري مرستې دي، كه پر متقابل درنښت ولاړ دوه اړخيز تعامل، كه ډيپلوماټيكې او اقتصادي اړيكې، كه رسميت پېژندنه او كه لږ تر لږه د هېواد كدرونه-دلته د امنيت او پر مختگ ډاډ-د مثبتو وضعيتونو او زېريو يې د دښمنو كړيو زغم او كه داسې نور دي چې د حكومتولۍ امكانات جوړوي او بشپړوي؛ اوس ټول ماتې خوړلي اشغال له ځان سره يرغمل وړي-پر وړاندې يې د وير او تزوير تبليغاتي څپې را خپرې كړې-لايې هم تروړي، موږ۴۳كلنو سياسي ناورينونو ځپلي ولس-هېواد-نظام په يو بد بشري-فكري-اقتصادي وضعيتونو كې په قصدي ډول او له همدې ناورينونو د ځان ايستنې د هڅو پر گناه ترې تش لاس شوي يو، همداسې تش لاس پر يواځي ځان د دغو بدو وضعيتونو مديريت او كنترول ته مجبور شوي يو او چې لله الحمد اوس له تمې لوړ او په لنډ وخت كې ډېر پرمختگونه او لاسته راوړنې لرو او زېری يې ور كوو؛ بياهم د تبليغاتي وير پر ساندو او نارو سورو هڅه كېږي له نړۍ او ولسونو پټ وساتل شي او وضعيت تر هغه هم بد انځور كړل شي چې له ياد اوږد ناورينه پاتې و او نږدې٪۷۰سلنه يې په همدې۱۷مياشتو كې لا هم مهار او مديريت شوي دي. پر دې علاوه بشپړ امنيت تامين او تحقق ور كړی شوی او بيا هم چې د دښمنو استخباراتي پروژو لخوا يې د اخلال هڅې كېږي، له دومره كره والي او ژور تخنيك سره يې مخه نيول كېږي چې نه پكې كوم هېوادوال وگرږل شي، نه د خوارجو د پټنځايونو ته څېرمه كورنيو ته وېره او ډار ور واچول شي او نه يې هم لږ تر لږه دېوال او كلكين زيانمن شي، بلكې لا ټول هېوادوال په يوه خوله دغه عمليات كټور او بې ازار او اذيته ښيي، ترې خوښي څرگندوي او د دغې استخباراتي پروژې د متقابل غبرگون زيان خو هسې هم د ياد اخلال له ډلې دی او پړه يې هماغه سوله ساتي !! اشغالگر پر غاړه لري چې دا پروژه يې شاته پرېښودلې او تمويل يې كوي. هو ! دا هغه طالبان او اسلامي امارت كړي او كوي يې چې د امريكا په سر مشرۍ بشپړ غرب يې۲۲كاله د مبارزې او حكومتولۍ په اړه د وير نارې او نغارې وهلې او پر اصطلاح يې ترهگر !! و چې يواځي د دوو غوراويو ترمنځ يې يا ووژني ياهم يې پر تسليمۍ د ځان غلامان وگرځوي او هغه ويرونه-تزويرونه چې همالته په غرب او نورو غولېدليو ولسونو او ټولنو كې يې نغارې وهل شوې وې؛ لا ځانته، خو چې ورسره پرتله كې يې اوس ماتې خوړلی شل كلن اشغال را واخلو؛ د همغه۲۲كاله وړاندې مهال په پرتله نسبي ښه حكومت را منځته كولو پسې يې گرده نړۍ له خپلو ټولو امكاناتو سره پرې را مرش كړه، دلته راغله او۲۰كاله دېره هم وه چې اوس بايد د نړۍ پر مخ بل هيڅ هېواد دومره پرمختللی نه وای لكه د گردې پرمختللې او پر ټيكنالوجۍ پوښلې ماډرنې نړۍ تر تلو او پام لاندې زموږ گران افغانستان، خو بيا هم چې په دغه ټوله موده كې يې دلته آن د اسلامي امارت د واكمنۍ تېرې دورې په پرتله ښه حكومت هم را منځته نكړ، بلكې مرگونه، ويرونه، وحشتونه او جنايتونه يې وكړل او ويجاړۍ او كركې يې را منځته كړې، پر دې علاوه د وسله والو مخالفينو پر نوم يې پر خورا بې دردۍ عام وگړي ووژل چې په لومړيو كې به يې كله ناكله تېروتنه بلله، زياتر به يې له كره ثبوتونو او شواهدو سره پر ټكر مجاهدين ښودل او كه به يې رښتياهم چېرته كوم مخالف پر نښه كاو، څو عام وگړي به يې هم ورسره وژل او نيول چې اوس ورته د(LOTS OF PEOPLE)اصطلاح پر كارولو پرې اعتراف هم كوي او آن لاهم د استخباراتي پروژې پر مټ دوام ور كوي او نه پرېږدي افغانان په خپله د اسلامي امارت تر سيوري لاندې هغه پرمختگونه ولري چې په پلمه يې غرب ټوله نړۍ له خپلې بشپړې ټيكنالوجۍ سره راوستې وه؛ اوس نو كه خپل خلك مو، نړۍ او هر څوك هرڅومره غولېدلي او تېروتلي هم وي، خو چې د سالم فكر او روغ طبيعي حالت څښتن وي له دا ډول پرتلې اړوند دوه اړخيز رښتوني واقعيتونه، حقائق، دريځونه او وير او تزوير كه په تېر كې و او كه په راتلونكې كې؛ په يو نه يو ډول تر ډېره پېژندلای شي او دا هم په خپل ځان كې يو زېری دی چې كه پرې رښتونو سترو حقائقو او ژورو واقعيتونو ته ځان ورسول شي؛ نور زېري هم لرلای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *