افغانستان

رسنۍ نړۍ ته د افغانستان منفي تصویر ښیي

د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال محمد یاني افغان سفیر نقیب الله احمدي سره لېدنه کې ویلي، چې رسنۍ د د افغانستان ځمکني حقایق برعکس نړۍ ته وړاندې کوي. نوموړي ویلي چې د سترګو لېدلی حالت یې د هغه څه سره توپیر لري چې رسنۍ یې ورکوي. محمد یاني ویلي، افغانستان کې د شاوخوا دریو کلونو راهېسې ډېر کار شوی او دوی به افغانستان سره خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي. نوموړي په عین حال کې د کابل او کوالالمپور ترمنځ د خپل منځي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د مالیزیا هېواد لوړ پوړي پلاوي څه موده وړاندې افغانستان ته سفر درلود چې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button