دینې لیکنې

رسول الله مبارک؛ هغه ستوری چې د حجاز له آسمانه په ټوله نړۍ را وځلېد

رسول الله مبارک به تل خپلو یارانو ته ویل ، چې زه هم تاسې غوندې بشراو د حضرت آدم اوبي بي هوا اولاد یم، خورم ، چښم ، اغوندم ، خوب کوم ، په ښو خوشحالېږم او په بدو خپه کېږم،خو آنحضرت ص په حقیقت او معنویت کې هغه نوراني ستوری و،چې د حجازله آسمانه په ټوله نړۍ را وځلېد، هغه جناب د عام الفیل کال د لومړۍ خورد دوولسمې ورځې په سهارپه مکه مکرمه کې وزېږید ، مکه معظمه په حجاز کې یو پخوانی او متبرک ښاردی،چې ابراهیم خلیل الله او زوی یې اسمعیل ذبیح الله دلته کعبه جوړه کړه او له پیړیو را پدیخوا به دغه ښارته له جزیرة العربه حجاج را تلل ، د حج ترڅنګ به په مکه معظمه کې له یوه پلوه عرب او رومي سوداګران را غونډېدل او له بل پلوه به په لویه کچه مکه معظمه دا وخت د عربي ممالکو، هند او شام ترمنځ یو چارسوق (څلورلاری ) هم وه ، د جناب خاتم النبین د پیدایښت په مهال د مکې معظمې د حکومت طرز یو ډول اشرافي جمهوري وه چې دیني بڼه یې درلوده اوپه مکه معظمه او د هغه په مضافاتو کې د اوسېدونکو قبیلو شل تنه د حکومت لپاره ټاکل کېدل چې دوی به د مکې معظمې د بلد (ښار) او د بیت الله شریفې د خونې ساتونکي وو، د سردارعالم د پیدایښت پر مهال دغه کسان ټول قریش وو او د عربي نړۍ نورو توکمونه او قبایلو دا وخت صحرا نشین (کوچیاني) تیت او پرک ژوند درلود، هرې قبیلې به یویا څو کسه ځانګړي امیران درلودل اودا قبیلې اکثرا یود بل سره په جنګ او جګړو اخته وې،یوازې کعبه شریفه د مذهبي قدسیت له مخې چې د شرک له بتانو ډکه وه د دوی له چورچپاول او جګړو خوندي پاتې وه، خو په ماورای مکه معظمه کې د دوی د جګړو بل شوی اور هېڅکله هم نه مړکېده، خطیبانو او شاعرانوبه دغه اورته د خپلو حماسي شعرونو او خطابو په واسطه لمن وهله او تر څو به یې چې توان و دغه اور یې تازه او ژبغړاند ساته،جاهلانه غیرت د قریشو په قبیله کې اوج ته ختلی و، په ډېره کوچنۍ موضوع به یې جګړه ونښلوله،د دې جګړو په ترڅ کې به نارینه له منځه تلل او وژل کېدل ، ښځې به کونډې پاتې کېدې اوماشومان به یتیمانېدل،خو دوی ته یې فروا نه ورتله. دا لومړنۍ معجزه وه چې د داسې خلکو له منځه الله پاک د دوی د هدایت اولارښوونې لپاره د نجات پرشته حضرت محمد (ص) په پیغمبرۍ مبعوث کړ، سردارعالم اعلی نسبه او د عربي نړۍ د اصیل او ممتاز قوم قریشو د بني هاشم په قبیلې پورې اړه درلوده ، د جناب رسول الله مبارک نسب په ۳۳ پلارحضرت ابراهیم خلیل الله ته وصلېږي ، ابراهیم خلیل الله او زوی یې ابراهیم ذبیح الله هغه پیغمبران وو چې د کعبې شریفې د بنسټ ډبره یې کېښوده. که د حضرت محمد ص په ژوند له وړوکوالي څخه رڼا واچوو، نو د آنحضرت ژوند له نوروماشومانو څخه کاملاً توپیردرلود ځکه د هغه په تندې کې داسې خارق العاده علایم ځلېدل چې هوښیارراهبان پرې پوهېدل ، تره یې ابوطالب هغه له خپل ځان سره شام ته د سوداګرۍ په موخه بوت چې په دغه سفرکې د هغه علایمو پربنا چې په مخکنیو آسماني کتابونو کې راغلي وو ځینو راهبانو وپیژانده او د هغه کاکا ابو طالب ته یې د ده د خوندي ساتلوسلا اومشوره ورکړه خو بیا هم جناب محمد رسول الله ص د خپل کاکا ابوطالب ترنیغ نظارت او سرپرستۍ لاندې را لوی شو، خو لویه نیک مرغي داوه چې جناب رسول الله مبارک فطرتاً د قریشو د قبیلې په شان هېڅکله بتانوته عبادت ونه کړ اونه یې د قریشوپه مذهبي مراسمو کې له خپل قوم سره چې په هغه کې دوی شرکي عنعنات پا لل کومه برخه واخیسته،دا د الله ج فضل او کرم و چې آنحصرت ترې ساتل کېده، د دې ترڅنګ یې د قربانۍ له هغه غوښو څخه هم کومه څکه ونه کړه،چې دوی به د بتانوپه نامه نذرانه کولې،حضرت محمد (ص) له ماشومتوبه تربعثت پورې د خپل اقتصادي کفاف بارد بل چا پراوږ ور وا نه چاوه، تل یې کارکاوه او د خپل لاس په تڼاکو ګټلي یې خوړل ، هغه د ژوند په ټولو اموراتو کې ډېرصادق ،امین ، ریښتنی او د ښو اخلاقو چڅتن و، همدا وجه وه بي بي خدیجې له ده وغښتل چې د دې بي بي په سرمایه سوداګري وکړي کله چې آنحضرت د بي بي خدیجې د سوداګرۍ غوښتنه ومنله نو بي بي خپل میسره نومی غلام هم د سرمایې ترڅنګ د محمد ص په واک او خدمت کې ورکړ، میسره به تل بی بي خدیجې ته د محمد ص د ښو اخلاقو، امانتدارۍ اوصداقت په اړه معلومات ورکول ترڅو چې ام المومنین حضرت بي بي خدیجه د ده د نیکو اوصافو اوښو خویونو شیدا شوه او د خپل عمرپه څلویښتم کال یې له حضرت محمد ص سره چې آنحضرت دا وخت پنځه ویشت کلن و واده وکړ، محمد ص ترڅو چې بي بي خدیجه ژوندی وه د بل واده هوس ونکړاو تل به یې دا خبره کوله چې بي بي خدیجې زما د داعیې داسې وخت تصدیق وکړ او ایمان یې راووړ چې د مکې معظمې وګړي ټول کافران اوبت پرست ول او په داسې تنګ وخت کې یې خپله ټوله شتمني هم زما په واک کې را کړه، د حضرت محمد ص چې څومره عمرزیاتېده میل یې د حق موندنې طرف ته ډیرېده اوله خلکو پرېکېده دا وخت یې د حرا غار د خپل ځان لپاره خلوت ګاه وټاکه او په شپو ورځو به هلته د الله په اذکارو او عبادت لګیا و او خپل روح او روان به یې په معنویت کې اعلی ذات حکمتونوته متوجې کاوه ، جناب رسول الله مبارک لوستی نه و، سواد یې نه درلود خوله ښوونکي او استاد پرته هغه دومره لوی معنوي ښوونکی وچې عالم اسلام یې د نیک بختۍ ، سلامتئ ، ژغورنې او سعادت په لوري رهنمایې کړاود حجاز ټوله سیمه یې د جهالت له تورو تیارو څخه وژغورله ، د جناب رسول الله مبارک ژوند هم ټول اعجاز او خارق العاده و، ځکه هغه څه چې ده مبارک ویلي او هغه څه یې چې سرته رسولي یوه حرف او کلمه یې په کلام او عمل کې د ډېرو پرمختلیو اوسنیو عالمانو ترنیوکې لاندې نه دی راغلی اونه به هم راشي د جناب رسول مبارک له ټولو لوی اعجاز قرانکریم او دده احادیث دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *