نړۍ

رمضان قدیروف: ویاړم چې زوی مې د قرآن سوځولو په تور یو زنداني وهلی

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف وايي، پر خپل زوی له دې امله ویاړي چې د قرآن‌کریم د سوځولو په تور یې یو زنداني وهلی او ډبولی دی.
نوموړي پر خپل ټلګرام یوه ویډیو خپره کړې چې په‌کې لیدل کېږي، یو ځوان هلک یو بل کس په سوکانو وهي او پر ځمکه یې غورځوي.
دغه پېښه چې یوه میاشت وړاندې شوې او په اړه یې شکونه و، قدیروف وايي، له دې امله یې پر خپل ټلګرام خپره کړې چې په اړه یې شکونه له‌منځه لاړ شي.
نوموړي لیکلي: «له شک پرته زه مې پر خپل زوی «ادم» ویاړم او نوموړي ته له دې امله درناوی لرم چې د خپل دین د عزت او دفاع ستر ارمانونه لري.»
هغه زنداني چې د رمضان قدیروف ځوان زوی «ادم» له لوري وهل او ډبول شوی، د روسیې بشري‌حقونو ځانګړي پلټونکي ته د دې برید له امله شکایت کړی دی. نیکیتای ژوراول ویلي چې دا موضوع یوه میاشت وړاندې رپوټ کړې ده.
۴۶کلن رمضان قدیروف له ۲۰۰۷ کال راهیسې د چیچنیا مشري کوي. نوموړی وروسته له هغې چې په ۲۰۰۴ کال یې پلار «اخمت» په یوې چاودنه کې ووژل شو، د خپل پلار ځای‌ناستی ټاکل شوی دی. هغه ولادیمیر پوتین ته نږدې څېره بلل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *