
افغانستان
روان کال مزارشریف کې د ۲۵۰ میليونو افغانيو په ارزښت ۲۰ پروژې پلې کېږي
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې روان کال د ۲۵۰ میلیونو افغانيو په ارزښت ۲۰ پراختيايي پروژې پلې کېږي.د مزارشریف ښاروالۍ لخوا د مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د آدینه جومات ګذر سړک د پخولو چارې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې. د مزارشریف ښاروال محمد کاظم طارق وویل چې دغه سړک ۴۳۵ مترو په اوږدوالي او ۱۰ متره سور سره د مزار شریف ښاروالۍ له خوا په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.طارق زیانه کړه چې هڅه کوي مخکې له ژمي څخه د مزارشریف ښار تخریب شویو سیمو ته پوره پام وکړي.