
روزا اوتونبایوا: له ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون د افغانستان بانک له عمومي سرپرست رئيس هدایت الله بدري سره په کتنه کې وویل چې د بېلابېلو اقتصادي ننګونو او ستونزو سره سره د افغانستان بانکي سکتور په غوره توګه مدیریت شوی دی او د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د ستاینې وړ دي.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د ودې په برخه کې پر ګډو همکاریو، پر بانکي سکتور د بندیزونو لري کولو او د بانکي سکتور د وضعیت او یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د افغانستان بانک سرپرست رئیس په دغه کتنه کې وویل چې د افغانستان اقتصاد یو څه د کرونا وبا له کبله او یو څه د افغانستان بانکوالۍ سکتور باندې د وضع شوو بندیزونو له امله زیانمن شوی وو خو له دې ټولو ننګونو سره سره هم د افغانستان بانکي سکتور په ښه توګه مدیریت شوی دی او په ټولیزه توګه بانکونو د پانګې تناسب کافي پیاوړی ساتلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان بانک د صعب الحصول پورونو د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو له لارې د بانکونو ملاتړ وکړ، چې په پایله کې یې د بانکونو ګټه لوړه شوه.
بدري همدارنګه وویل چې د افغانستان بانک د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل د سکتور ودې ته کامله ژمنتیا لري او د اسلامي اصولو سره سم د اسلامي مالي تمویل کوچنیو تشبثاتو ته د جواز ورکولو، خدمتونو او نظارت لپاره یو جامع مقرراتي چوکاټ جوړ کړی دی او د افغانستان بانک چمتو دی چې د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې په خپلو خبرو کې د افغانۍ ثبات ته په اشارې سره وویل چې د نړۍ د ډېری هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله د افغانۍ ارزښت حیرانوونکی پرمختګ درلودلی دی او د نړۍ غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو څخه ګڼل کېږي.
نوموړې همدارنګه د بانکي سکتور او د کوچنیو تشبثاتو اسلامي مالي تمویل سکتور د ودې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.