
افغانستان
روزګان کې روغتیايي مرکز بیا ورغول شو
د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یو روغتیايي مرکز د بیا رغونې چارې د بشپړېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین مرکز ترینکوټ ښار کې د یک لینګي روغتیايي مرکز چې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوی و، د AHDS موسسې په مالي ملاتړ د ۱۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت بیا ورغول شو.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي آسانتیاوې برابرې شوې دي.