
افغانستان
روسي سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي چې یو شمېر روسي سوداګرو او پانګوالو د صنعت او سوداګرۍ له مرستيال الحاج مولوي قدرت الله جمال سره لیدلي دي. په یاده کتنه کې روسي پلاوي ویل چې موږ چمتو یو چې په افغانستان کې پر برېښنا، کرنې او نورو ټولګټو پروژو پانګونه وکړو.پلاوي همداشان ویلي چې موږ د افغاني توکو کارونې ته لومړیتوب ورکوو او د روسیې وګړي د افغانستان له تازه مېوو سره ځانګړې مینه لري.پلاوي وړاندې ویل چې لازمه ده مسکو او کابل یوه ګډه سواګریزه نمایندګي په دواړو هیوادونو کې رامنځته کړي، ترڅو له سوداګرو سره د مالونو په لېږد او رالېږد کې مرسته وکړي.