افغانستان

روسي پوهنتون لوړو زده کړو وزارت سره همکارۍ کوي

د لوړو زه کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان روسیې ته د کاري سفر پر دوام، د التایي پوهنتون څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد پوهنتون رییس او رهبرۍ له غړو سره وکتل.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې پر دوه اړخیزو علمي او تحصیلاتي همکاریو، په اکاډمیکو برخو کې د لاسته راوړنو په شریکولو او افغان محصلینو ته د بورسونو او سکالرشیپونو په ورکړې خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد پوهنتون مسولینو په اړوندو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم رئیس دوه ورځې وړاندې د فدراتیفې روسیې ته د (روسیه او اسلامي نړۍ) کنفرانس کې ګډون په موخه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو سره سفر کړی و، چې د کنفرانس ترڅنګ یې د یاد هېواد د بېلابېلو علمي او اکاډمیکو مرکزونو څخه لیدنه او له مسوولینو سره کتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *