نړۍ

روسي پوځیان د اوکراین ووچانسک ښار ته ننوتي

روسي چارواکو تازه ویلي چې ددغه هېواد پوځ تازه د اوکراین شمال ختیځ ښار (ووچانسک) ته ننوتي دي.

اوکرایین ولسمشر ولودمیر زلینسکي مخکې ویلي وو چې د خارکیف شمال ختیځ په یو شمېر کلیو کې نښتې روانې دي او روسي ځواکونه هڅه کوي، ښار ته دننه شي. د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې د هوایي مدافعې سیستمونو یې د اوکراین ۳۱ ډرون الوتکې او ۱۶ میزایل له‌منځه وړي دي.

دغو ډرونونو او میزایلو د روسیې بیلګرود، کورسک، لیپیتسک او  د کریمیا ټاپووزمه سیمې په نښه کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button