
روسیه د افغان وسپنې پټلۍ په پــروژو کــې پانــګـونه کــوي
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت، روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې، د روسیې د ولسمشر له سلاکار او د داغستان پخواني مشر رمضان عبدالطیوف سره وکتل.
باختر آژانس ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د روسیې د ولسمشر سلاکار، د افغانستان ډادمن امنیتي وضعیت ته په اشارې څرګنده کړه، چې روسیه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړې توګه افغان – ټرانس چې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره وصلوي؛ د پانګونې لپاره لېوالتیا لري او د دې ترڅنګ ښایي روسیه د افغانستان په پروژو کې د پانګونې په اړه راتلونکي کال کې د روسیې – افغانستان دوستي کنفرانس جوړ کړي.
هغه زیاته کړې چې باید د لا ښې همغږۍ په موخه د سیمې هېوادونو ګډه کمېټه رامنځته شي او افغانستان په کې دایمي نماینده ولري او هره میاشت آنلاین غونډه ترسره کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د پانګونې د دعوت ترڅنګ، ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت په ځانګړې توګه د اوسپنې پټلۍ اداره د پانګونې په برخه کې له پانګه والو سره هر اړخیزه همکاري کوي او لازمې آسانتیاوې برابروي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ یوه دولتي پلاوي، د فدراتيفې روسیې په رسمي بلنه، د یاد هېواد استراخان ښار ته سفر کړی دی.