افغانستان

روسیه د بغلان له سېلاب ځپلو سره مرستې ته چمتو ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې که اسلامي امارت وغواړي، روسیه د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره مرستې ته چمتووالی لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ویلي چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سیلاب‌ځپلو سره لاسنیوي ته چمتو دی.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو د وروستیو سیلاب‌ځپلو سره د مرستې چمتووالی ښودلی او سیلاب‌ځپلو سیمو ته د یو شمېر بنسټونو خوراکي او غیرخوراکي مرستې هم رسول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د بغلان په ګډون د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې له سختو اورښتونو وروسته راوتلو سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه واړول.

یاده دې شي چې افغان حکومت لا له وړاندې د بغلان له سېلاب ځپلو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button