افغانستان

روسی ګرځندوی: له څلوېښت کلنو نا امنیو وروسته افغانستان ته بیاځلې راستون شوم

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپل اېکس لیکلي چې اوو تنو روسي ګرځندویانو د هرات له تاریخي او تفریحي ځایونو لیدنه وکړه.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت‌الله محمدي وايي: سيلانيان کولای شي په ارام زړه دې ولايت ته سفر وکړي او د تاريخي او سياحتي ځايونو له ليدو خوند واخلي.
ښاغلی محمدي زیاتوي چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست سېلانیانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هڅه کې دی.
د سيلانيانو له ډلې نکراسوف وويل: ۴۰ کاله وړاندې افغانستان ته راغلی وم، خو له ۴۰ کلنو ناامنیو وروسته ونه توانېدم چې بیاځلې افغانستان ته راوګرځم.
نوموړی زیاتوي: اوس چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن دی، نو امنیت د ډاډ وړ او پرته له کومې وېرې افغانستان ته راغلم. ښاغلی نکراسوف وایي چې خوښ دی افغانستان ته راغلی او د دغه هیواد له بېلابېلو تاریخي ځایونو لیدنه کوي.
یاده دې شي چې د هرات د ګرځندوی امریت وایي چې د تېر کال په پرتله دې ولایت ته د سېلانیانو په راتګ کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button