نړۍ

رومانيا کې ۳۰ تنه غير قانوني افغانان نيول شوي

د رومانيا پوليسو ۳۰ تنه افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو په خاطر نيولي او بلغاريا ته يې لېږلي. د رومانيا رسنيو ويلي، چې دا افغانان له بلغاريا ور اوښتي وو او اکثر يې تر ۱۸ کلونو کم عمره وو. د دوي د قاچاق په تور يو بلغاريايي تبعه هم نيول شوي دي. پوليسو ويلي چې دغو افغانانو هېڅ ډول سندونه نه درلودل او ويل يې چې د افغانستان اوسېدونکي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *