مقالی اوتبصرې

روه، روهیله او رو هیلکهنډ

لطيف یاد

۱- روه :

دا هغه نوم دی چې په منځنیو پېړیو کې افغانستان ته ویل کېده . روه د افغانستان ،پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا او دیره جاتو سیمو ته چې افغانان په کې میشت وو اطلاق کېده .

سکاټلینډي مورخ مونسټوارت الفنسټن( ۱۷۷۹- ۱۸۵۹ زیږدیز) په خپل اثر د کابل سلطنت بیان کې د روه په اړوند وايي چې دا کلمه په پنجابي ژبه کې د غره معنا لري او ده په ځينو انګرېزي کتابونو کې ليدلې ،خو اورېدلی يې نه ده. دی وايي چې افغانانو ته دا نوم د هغو کتابونو له لارې ور رسېدلی،چې په هند کې ليکل شوي دي.(۱)

انګرېز ختیځ پېژندونکی او ګرامر پوه هینري جیورج راورټي( ۱۸۲۵- ۱۹۰۶ زیږدیز ) د روه په اړوند وايي چې هر څوک چې په دېره جاتو کې مېشت شوی وي هغه ته به روه د خپل کور د يوه لوښي ياکالي په شان آشنا نوم وي.

هینری والټربيلیو چې د افغانستان د توکمونو په نوم کتاب لیکلي وايي چې هنديان د افغانانو ملک روه بولي او روه په هندي ژبه کې د غره معنا لري او د روه اوسېدونکو ته روه والا ياروهيله يعنې د روه اوسېدونکي وايي.(۲)

سراولاف کیرو وايي  د روه کلمه چې د افغانانو د ملک یا هېواد په معنی کارول شوې په جنوبي پنجابي ژبه کې د غره معنی لري او د ملتان او ديره جاتو د بلوڅانو قبايل يې هم کاروي. (۳)

تر ټولو نه پخوانی لیکل شوی سند چې د روه نوم پکې ليدل کېږي هغه تاريخ داؤدي دی چې عبدالله د ۱۵۷۵ – ۱۵۷۶ ميلادي کلونو پورې تأليف کړی ،نوموړی د هند د مغولي واکمن جهانګیر معا صر و .ما ددې مقالې لیکوال دغه اثر ژباړلی او په کابل او پېښور کې چاپ شوی دی. عبدالله د روه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ترڅ کې يادوي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول واکمنۍ ته ورسېد، له روه نه يې چې د افغانانو ټاټوبی دی، ډېر افغانان راوغوښتل او د فريد نيکه چې نوم يې ابراهيم و، له روه نه هندوستان ته راغی. (۴)

د هند د مغولو د عصر ډېرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی،يو له دغو مؤلفينو نه عباس سرواني دی چې تاريخ شير شاهي يې له کال ۱۵۷۹ زیږدېز نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه په مکرر ډول يادوي او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چې ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی ليکي: (کله چې دا فرمان ورسېد افغانان د روه له ټولو برخو نه ډلې ډلې هندوستان ته راغلل. (۵)

خواجه نظام الدين احمد هم چې طبقات اکبري يې د۱۵۹۲ – ۱۵۹۴ پورې ليکلی دی د روه نوم اخلي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول لودي ځواک ترلاسه کړ،زيات شمېر افغانان يې له روه نه چې د افغانانو ملک دی، راوغوښتل. (۶)

په تاريخ فرشته کې چې مؤلف یې محمد قاسم هندوشاه اوپه ۱۶۰۹ زیږدیز کال تالیف شوی هم د روه نوم په مکرر او پر له پسې ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلي چې (د سوريانو د کورنۍ يو غړی د روه په افغانانو کې ميشت شو.. (۷)

خواجه نعمت الله هروي هم د روه کلمې بيا بيا نوم اخیستی او يو ځای د سلطان شهاب الدين د سوبو او فتوحاتو د بيان په ترڅ کې ليکي چې(درې يم وار يې د افغانانو د قبايلو دوولس زره سواره له ځان سره راوستل..سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کې آن د ملتان تر سرحده آباد کړل. (۸)

خو داچې روه کومه سيمه ده ؟ په دې باره کې هم په هغو آثارو کې چې د بابر له زمانې نه را دې خواته په هند کې ليکل شوی بشپړ صراحتونه شوي، خو تر ټولو نه پخوانی اثر چې د روه تعريف په کې ليدل کېږي هغه بيا هم د عبدالله (تاريخ داؤدي) دی. په تاريخ داودي کې يو ځای راغلي چې (دروه د سیمې پلنوالی او اوږدوالی د باجوړ او سوات نه نیولې تر سیوۍ پورې چې د بهکر له توابعو نه ده او د حسن ابدال نه د کابل -کندهاره پورې دی او هرڅومره سیمې چې په دغه منځ کې پرتې دي هغه د روه په نامه یادېږي.(۰۹)

د نظام الدين په طبقات اکبری، د محمد قاسم په تاريخ فرشته او د نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې هم همدې ته بېخي ورته تعريفونه راغلي دي،خو نواب محبت خان بړېڅي، چې رياض المحبت يې په کال ۱۸۰۶م کې ليکلی او په دې برخه کې اصولاً د زياتره صلاحيت خاوند دی،روه يو ستر ملک بولي او ليکي چې (د شرق په لور تر کشميره او د غرب په لور ترهيرمنده( هیلمنده ) چې د دوو نيمو مياشتو مزل دی اوږدوالی لري; د شمال په لور تر کاشغره او د جنوب په لور تر بلوچستانه واټن لري دا دافغانانو هېواد دی او افغانان په کې مېشت دي. (۱۰)

موږ د روه کلمې څرک په پښتو ادبیاتو کې هم لیدلای شو ،لکه د ستر خوشال بابا زوی اشرف خان هجري چې روهي تخلص یې هم کاوه او د جنوبي هندوستان د دکن د بیچاپور په جیل کې د هند د مغولي واکمن اورنګزیب له لاسه بندیوان و دا بیت ووايه :

(قاصدان له روهه نه راځي مدت شو – سلام باد رارسوي منت یې تم دی. (۱۱)

یعنې ډېره موده وشوه چې قاصدان د روه د سیمې نه زما پوښتنې ته نه دي راغلي،نو د دې بیت نه هم جوتېږي چې په هغه وخت کې د پښتونخوا او اوسني افغانستان نوم روه و.

په بل ځای کې اشرف خان هجري د روه په اړوند داسې وایي:

یا د زړه باز يې تل د روه پر ځمکه ګرځي

که هجري په دکن ناست خالي بدن دی

کا ظم خان شیدا وایي:

په هندي ادا یې وکړې په ما چارې

زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم(۱۲)

کاظم خان شيدا وايي:

په زړه مې ګرځي د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکې

ووايه څه کا د روه نسيمه

ګيرا منګولی زيبا مښوکې(۱۳)

خوشحال خان په ډېرو فارسي اشعارو کې ځان روهي بولي

چه شرابيست اين که روهی را

به يکی جرعه بی خبر کردی (۱۴)

۲- روهیله: د اتلسمې زیږدیزې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د افغانستان او پښتونخوا له سیمو نه ډېر شمېر پښتانه چې په دوی کې یوسفزي،بړیڅ : مندړ،یوسفزي ، اپریدي، خټکاو نور پښتانه هم شامل وو د هند د اتهراپردیش دکټهیر سیمې ته لاړل او ور پسې یو زیات شمېر پښتانه د اورنګزیب په پوځونو کې شامل شول، ځکه پښتانه په جنګي تاکتیکونو او چلونو ښه پوهېدل.ځينې نور پښتانه هم د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې له افغانستان او پښتونخوا نه د کټهیر سیمې ته ولېږدېدل چې په دوی کې خټک، اپریدي،دراني،غلجي،تنولي،ترین ،کاکړ او مروت هم وو. د دې لپاره چې دغه پښتانه د روه یا افغانستان یا پښتونخوا له سیمو نه هلته لېږدیدلي وو،نو هندیانو به دوی ته روهیله ویل.رحمان بابا وايي :

په امید د زلفو ونښتم دام کې

روهیله وم ساده دل په هندوبار ګډ(۱۵)

۲-  روهیلکهنډ :

کله چې د روه دغه روهیله پښتانه په کټهیر کې میشت شول نو وروسته د دوی سیمه د رو هیلکهنډ په نامه سره یاده شوه چې د هند د اتهر پردیش په رو هیلکهنډ کې د دوی مشهورې سیمې په لاندې ډول وې : مراد آباد ،آنوله ،شاهجهانپور،رامپور ، بریلي ،بدایون او نجیب آباد او د دوی د ریاست دارالخلافه یا مرکز بریلي و. د دغو روهیله پښتنو د سترو نوابانو نومونه دادي : نواب علي محمد خان ،نواب سعدالله خان،نواب فیض الله خان ،نواب محمد علي خان ،نواب غلام محمد خان ، نواب محمد سعید خان ،حافظ الملک حافظ رحمت خان، نواب نجیب الدوله .

دغه روهیله پښتانه وروسته دومره پیاوړي شول چې د ۴۰۰۰۰  زرورو هیله پښتنو یو پیاوړی پوځ یې درلود او کله چې ابدالي احمدشاه بابا په (۱۷۶۱ زیږدیز کال ) د مر هټه وو سره د پاني پت په مشهور ډګر کې جګړه وکړه نو روهیله پښتانه سردارن لکه نواب نجیب الدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان دده مرستې ته ور ودانګل.

باید زیاته کړم چې دغه روهیله پښتانه اوس هم د هند د اتهربرادیش د روهیلکهند په سیمه کې شته او دوی هلته د رو هیلکهنډ په نامه يو پوهنتون هم لري.همدا راز د هند د پلازمېنې ډهلي ته نږدې د اورګاډي یو تمځای هم د سرای روهیله په نامه سره یادېږي(۱۶)

 

 

 

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button