افغانستانروغتیا

زابل کې اوس روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د پخوا په پرتله زابل کې اوس مهال روغتیايي خدمتونه ښه شوي او خلکو ته په ښه ډول سره روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د پخوا په پرتله د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لامل لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو د خلکو د لاسرسي زیاتوالی او دغه راز د جګړې ختمېدل دي.
افغان زیاته کړه، چې تر دې وړاندې په زابل کې یوازې ۵۰ روغتیايي مرکزونه وو، خو اوسمهال دا شمېره ۷۷ روغتیايي مرکزونو ته لوړه شوې، چې ورسره روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم زیات شوی دی.
ورته مهال د زابل یو شمېر اوسېدونکي هم
د روغتیايي خدمتونو د ښه والي خبره کوي او وايي په اوسمهال په ډېری لرې پرته سیمه کې روغتیایي مرکز شتون لري او غوره خدمتونه په کې وړاندې کیږي.
دوی دغه راز غوښتنه کوي، هغو سیمو ته چې دې ته ورته د روغتايي خدمتونو په برخه کې کار نه دی شوی پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې هڅه کوي هغو سیمو ته چې خلک یې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي او یا هم ورته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري لا زیات کار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *