افغانستان

زابل کې د لسګونو معتادو کسانو درملنه وشوه

شریعت: زابل ولایت کې په نشه يي توکو روږدي ۵۰ کسانو له درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
د زابل امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې دغه کسان تر څلورو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
د مسوولینو په وینا، له دوی څخه ژمنتیا اخیستل شوې، چې له دې وروسته به نشه يي توکي نه کاروي.
ورته مهال روغ شوي کسان په خپله درملنه خوښ دي او د اسلامي امارت د دغه اقدام ستاینه کوي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو لسګونه کسانو درملنه شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *