افغانستان

زابل کې د مخابراتي شبکو ۲۴ سایټونه فعالېږي

د زابل د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ریاست ، په پلان کې لري، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو ۲۴ نوي سایټونه فعاله کړي، تر څو اوسېدونکي یې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه برخمن شي. د دې ریاست رییس وايي، چې دمګړۍ به زابل کې د پنځو مخابراتي شبکو ۶۶ سایټونه فعالیت لري. پر همدې مهال د دې ولایت اوسېدونکي وايي، چې په اوسني عصر کې په تجارتي او ټولنیز ژوند کې د ټلیفوني او انټرنیټي خدماتو ته ډيره اړتیا ده او د خلکو په ژوند کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button