
افغانستان
زابل کې د کلدارو پر چلند بندیز ولګېد
د زابل ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د افغانيو د ترويج کمېټې پرېکړه کړې چې که له دې وروسته کوم چا پر بهرنیو کرنیسو یا کلدارو راکړه ورکړه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ کېږي. د زابل اوسېدونکو د چارواکو له يادې پرېکړې خپل ملاتړ اعلان کړی او وايي چې افغانۍ يې خپل هويت او کرنسي ده او ټولې راکړې ورکړې به پر افغانيو تر
سره کوي.