
روغتیا
زابل کې د ۱۸۰ زده کوونکو درملنه وشوه
شریعت: د زابل د مرکز کلات ښار کاکړانو چینې په حاجي عبدالرحيم کلي کې د يوه محلي ټولګي ۱۸۰ زده کوونکي چې په والګي او سينه بغل ناروغۍ اخته شوي وو درملنه وشوه.
شریعت: د زابل د مرکز کلات ښار کاکړانو چینې په حاجي عبدالرحيم کلي کې د يوه محلي ټولګي ۱۸۰ زده کوونکي چې په والګي او سينه بغل ناروغۍ اخته شوي وو درملنه وشوه.
د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي وايي، چې سيمې ته یې د روغتيايي ټيم په لېږلو سره په دغه کلي کې د ۱۸۰ زده کوونکو چې په والګي او سينه بغل اخته شوي وو درملنه کړې ده.
د نوموړي په خبره د عامې روغتيا رياست ټیم د پوهنې رياست له مشرتابه سره په همغږۍ سیمې ته لاړ او د زده کوونکو پر وړاندې یې شته خطر له منځه یو وړ.