افغانستان

زابل کې پل جوړ شو

د زابل ارغنداب ولسوالي د باغ په سیمه کې د ارغنداب سیند باندې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو،چې ياد پل ٤٠ متره اوږدوالى لري او څلور متره يې سور دى، ددې ترڅنګ د دریو میلیونو افغانیو په ارزښت د دې ولسوالۍ د میدان سیمه کې د بل پل چارې پیل شوې. د زابل ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا نورالله صدیقي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د دې پلونو په جوړولو سره په سیمه کې خلکو ته لویه هوسايي رامنځ ته کیږي او دوی د عامو خلکو سره یوځای کوښښ کوي چې دې ته ورته نور عامه کارونه هم ترسره کړي.
پر همدې حال د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو وویل، خورا خوشحاله دي چې له کلونو کلونو وروسته د سیند دپاسه معیاري پلونه جویږي د دوی په وینا له خپل دولت سره څنګ پرڅنګ غواړي دا ډول نورو عامه کارونو کې هم برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *