
افغانستان
زابل کې څلور کلنه شخړه حل شوه
د زابل په اټغر ولسوالۍ کې د رسول خېل او قريشي کارېز کليو ترمنځ د قرضدارۍ پر سر را ولاړه شوې څلور کلنه شخړه د ځایي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځکړیتوب حل شوه.د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانی مسؤلین وایي، چې دغه شخړه د دغو کلیو ترمنځ ۴ کاله وړاندې د قرض پرسر رامنځته شوې وه چې په کې یو تن ټپي شوی و.د اټغر ولسوالۍ د امنیه قوماندانی مسؤلین زیاتوي، چې نن يې د دینې عالمانو، قومي مشرانو په منځګړیتوب دواړه لوري سره کښېنول او دې شخړې ته د پای ټکی کېښود .د مسؤلینو په وینا، دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به له یو بل سره شخړه نه کوي.