
افغانستان
زابل کې ۱۰ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
د زابل ښاروالۍ مسوولين وايي، چې ۱۰ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.د زابل ښاروال لطف الله لطیفي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې له یاد ولایت څخه یې د یوی میاشتی په لړ کې ۱۰ ټنه تاریخ تېره درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او سوځولي دي. لطیفي زیاته کړه، چې د ښار د نظارت په موخه یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې تر څو په ورځني ډول په ښار کې فعالیت وکړي