
زراعت د هېواد د اقتصاد لپاره د ملا تير!
دا حقیقت له هېچا پټ نه دی چې زموږ د هېواد په اقتصاد کې له ټولو ستره ونډه د زراعت ده،بلکې همدا کښت او کرونده زموږ د خلکو په عوایدو کې کاملاً د ملا د تېر حیثیت لري- د خلکو په عوایدو کې یې ځکه مهم بولو چې غالباً زموږ د اتیا سلنې وګړو بوختیا ټوله په زراعت کې ده او ښکاره ده چې زیاتره ګوزران یې هم پر همدې مدرک ولاړ دی- که څه هم ښايي حکومت به له دې درکه څه ډېر مالیات ونه لري، خو دا چې زموږ د خلکو زیاتره معیشت پرې ولاړ دی،نو طبعاً اهمیت یې هم زیات دی- البته په دې موضوع کې بیا ډېر ځوروونکی ټکی دادی چې له بده مرغه څومره ارزښت او کیفیت چې زموږ په مېوو، سبو او غلو- دانو کې دی، زموږ کروندگر په هغه کچه گټه نه شي تري اخیستلی- بلکې عموماً په داسې بې قدرۍ او ناچېزه بیه خرڅېږي او صادرېږي،چې هر هېوادوال پرې افسوس کوي او د کروندګرو ټول ځاني او مالي ځواک هسې په کې ضایع شي. پر دې اساس د حکومت لپاره خورا ډېره ضروري ده چې د زراعت اړوند ټولو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي- مثلاً په لومړي سر کې د اوبه خور ښه انتظام په کار دی- او هغه مثلاً داسې چې تر خپله وسه د لویو او کوچنیو ویالو او بندونو پر جوړولو ډېر تمرکز وشي- ځکه د کروندګرو لویه ستونزه هم په اوبو کې ده، تردې چې عموماً هغوی له کوهیانو استفاده کوي او د همدې کوهیانو له امله دا وخت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اوبو سطح ډېره کوزه شوې او زیاتره یې بالکل وچ شوي هم دي- په داسې حال کې چې زموږ د باران او سېلابونو ټولې اوبه د اتو- نهو سیندونو له لارې بهر ګاونډیو هېوادونو ته ورتویېږي- بله ستونزه د خرڅلاو ده، ځکه زموږ زراعتي صادرات نه د ګاونډیانو له .خوا په سم او مناسب ارزښت پیرودل کېږي او نه په سړیتوب سره د ترانزیت اجازه ورکوي. بناءً دا هم د حکومت یوه مهمه ذمه واري ده،چې د خپلو صادراتو لپاره د یو مناسب مارکېټ پلټنه وکړي- دغه راز څه نورې ستونزې هم شته لکه د اصلاح شویو تخمونو کمی، د کیمیاوي سرې ګرانې او د مېوو- سبو د ساتنې لپاره د سړو خونو او پروسس نشتوالی- د مثال په ډول که د هنډواڼو- خټکیو، انګورو، مڼو، زردالو، او ځینو سبو لکه رومیانو، پیازو، الوګانو، بادرنګو او داسې نورو ژر خرابېدونکو پیداوارو د ساتنې لپاره د څو میاشتو ځنډېدلو ترتیب ونیول شي یا له ځینو یې د ځوښا، شیرې، جوس او شربتونو جوړولو لپاره کارخونې ولرو، بې له شکه چې زموږ کروندګر به یو په لسه زیاته ګټه تر لاسه او د خپلو تڼاکو او خولو پوره حاصل به واخیستلی شي- لنډه داچې زراعت د افغانانو په ژوند او ګوزران کې اساسي اهمیت لري، باید حکومت یې د پرمختګ لپاره شپه ورځ یوه او په اړه یې هر اړخیز اقدامات وکړي.