شعرونه
زغم اوصبر
د زغم او صبر تحمل ته حوصله لټوم
انس او الفت مینې محبت ته فلسفه لټوم
دنفاق جرړې چې ددې ټاټوبي سم وباسي
عزم متین فولادي کلکه اراده لټوم
چې افغانان واړه په یو ټغر بې بله کېني
داشتراک او اشتمال داسي ماده لټوم
دکاڼي کرښه چې یې روڼه فیصله وګرځي
دقضایاوو حل ته لو قوې جرګه لټوم
داتحاد او اتفاق دټینګیدو لپاره
پاخه رمزونه او سپېڅلې داعیه لټوم
داخوت لاره چې سیخه قرآني نسخه کړي
د ورورولی لپاره داسې کلمه لټوم
ستړي مي ښکاري قدمونه دهجرت لپاره
نورپه خپل کلي کې ثبات او سکینه لټوم
ضعیف ناخوالي دژوندون آرشیف ته سپاري
دغه احوال ته دتفسیر یوه جمله لټوم
مولوي عبدالسلام ضعیف