کالمونه

زمانظر دادی

سالمزی

زما نظر دادي چې څوک په يوه ځای کې اوسېږي نو پکار ده چې دهغه ځای اوسیدونکو درسم او رواج دود اوکلتور احترام ولري او همدارنګه له خپلو همسايه ګانوسره ښه راشه درشه او دمتقابل درناوی په اساس وخت تېر کړي. اوس چې نړۍ د یوه کلي حیثیت لري اوموږ هم په دغه کلي کې استوګنه لرو نو لازمه ده چې له یوبل سره د ښه ګاونډیتوب تجارتی، اقتصادی ،اجتماعي ،کلتوری ،مذهبي اوسیاسي اړیکې وساتو او دیودبل په داخلي چاروکې له مداخلې پرته ژوند وکړو، خوځينې وخت يو شمېر هيوادونه دنورو په جنګ کې خپلې ګټې ګوري چې زما په نظر واقعاْ سم کارنه بریښي اومثبته پايله هم نلری. ځينې وخت سړي ترکوره پوري ځغلول دهغه په مرګ اونابودۍ هم تمام شي او داخبره ټولې نړۍ ته افغانانو په اثبات هم رسولې ده دیوې پېړۍ په لړکې ددريو امپراطوريو ماتول دافغانانو قوت اوپه مادی اونظامي لحاظ دهغوي پياوړتيا نه بلکې په افغانانو دنړۍ دسترو استکباري طاقتونو د زورازمايلو اوهغوي تر کوره دځغلولو او غرور پايله وه زموږ بهرنی سیاست دنورو په چاروکې دنه لاسوهنې په بنیاد ولاړ دي، خو دا نور دي چې زموږ په کورنيو چاروکې د مداخلې اولاسوهنې له امله يې له سیمې دظلم ټغر ټول شوی او امپراطورۍ يې ړنګې شوي دي لکه چې عبدالرحمن بابا پدې اړه څه ښه ويلی!
کوهی مه کنه دبل سړی په لاره کې
چېرته ستا به دکوهي په غاړه لارشي
ته چې بل په غشو ولې هسي پوه شه
چې همدا غشي به ستا په لور ګذار شي
خو افسوس دځينو خلکو اوهيوادونو په چارواکو چې له تېرو تجربو هيڅ پند نه اخلي او بار بار زموږ په چاروکې لاسوهنې کوي او خپله بقا زموږ په هيواد کې دجنګ په دوام پورې غوټه کوي لکه چې پښتومتل چې وايي:
میږی ته چې خداي(ج) په قهرشي نووزرې وکړي.
لکه چې دوی هم په نړۍ کې دواک دچلولو خوبونه وینی داخو موږ نړيوالوته ښودلې چې مرګ ته تن ږدو خو دغلامۍ یوه لحظه ژوند هم نه قبلوو او که چېرته غلامي موکولای او د اسارت ژوند موقبلولی نو په ميليونو شهیدان به مونه ورکولای هغه څوک چې دغلامۍ ژوند سره نا آشناوی په هيڅ قیمت د پردیو غلامۍ ته غاړه نه ږدي خو هغه چې د پدری غلامان وي که اتومي ځواک هم ولري غلام وي خو هغه څوک چې شل کاله ټولې نړۍ سره د خپل وجود اوسرونو په نذرانه کولو قربانۍ ته چمتو وي هېڅکله دچا غلام کیدی نشی هغه به کوم ځواک وي چې لا اوس يې هم په کوپړيوکې دافغانانو دایل کولو اوهغوی خپل غلامان ګرځول پوچ خیالونه اوهوا چلېږي چې داسوچ کول ددوي له بې عقلۍ پرته بله معنی نلري افغانستان دآسیا زړه اوله ټولې نړۍ سره د اتصال په نقطه کې موقعیت لری لومړی خونړيوالو ته پکار ده چې زموږ سره روابط جوړ کړي او زموږ حکومت په رسمیت وپيژني اوکه نه نو افغانستان هغه هیواد ندی چې بقايي په نورو پورې تړلې وي بلکې افغانستان داسې هيواد دي چې له نړيوالو مرستو پرته هم کولای شي خپل زراعتي حاصلات اومعدنی ذخایريې دافغانانو دژوند لپاره بسنه او اکتفاء کوی.
ومن الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close