بېلابېلې لیکنې

زما ارزښتناک پلار!

محمدعلي عظمت
ما ترې وپوښتل: اې زما پلاره! چېرته ځې؟
هغه ځواب راکړ: ګرانه زویه! تر دې ځایه پورې زما چکر و، ژر به په اوږد او تلپاتي سفر ځم…
ــ خو چېرته پلاره؟
ــ زوی جانه! زما سفر ډېر لرې دی. له باطل ټاټوبي څخه د حق هستوګنځي ته دی.
ــ زما خوږ پلاره! آیا دا سفر به اوږد وي؟
هغه وموسل: اې زویه! دا سفر به تر هغو پورې وي، څو الله جل جلاله زمکه واخلي او چې څه په همدې خاورینه نړۍ دي.
په اندېښنه مې پلار ته مخ کړ: اې پلاره! تا سره د سفر څه توښه او خرڅ شته؟
هغه وویل: هو! له ما سره توښه شته؛ خو دا سفر زښت ډېر اوږد دی، نه پوهېږم چې زما توښه او خرچه به ما ورسوي؛ یا نه. خو ته ما ته توښه رالېږه!
زه حیران شوم، پوښتنه مې ترې وکړه: پلار جانه! زه توښه څنګه در واستوم چې ته په سفر یې؟!
ــ اې زویکیه! په دعا سره. له الله جل جلاله څخه ما ته دعا غواړه، چې بښنه راته وکړي. راباندې ورحمیږي، له تېروتنو (ګناهونو) را تېر شي، نو همدا زما توښه ده، که تا دعا بنده کړه، نو ژر ده چې زما خرڅ او توښه به بند شي.
په بېړه مې وویل: پلار جانه! آیا زه به بیا تا ووینم؟
هغه وویل: هو! ته چې خپل سفر او چکر پای ته ورسوې، بیا به ته هم ډېر ژر ما ووینې.
ما وویل: پلاره! له کوچ کولو مخکې ما ته څه سپارښتنې وکړه!
هغه وویل: زوی ګوټې!
دنیا او د هغې ښکلا دې و نه غولوي، هغه چا ته وګوره چې خورا ډېره دنیا یې راغونډه کړه خو له کفنه پرته یې له ځان سره هیڅ هم یو نه وړل.
له الله جل جلاله سره شریک مه نیسه، د هغه کلام (قران کریم) واوره/ ولوله!
له الله تعالی سره خبرې وکړه (فرض لمونځ اداء کړه) او له هغه سره امانت کېږده. (صدقې کوه)
تل غوره خویونه اختیار کړه.
د الله جل جلاله د احکاماتو او نبوي سنتو پابندي
کوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *