
شعرونه
زما د خړ کتاب شریکه!
زما د خړ کتاب شریکه!
زما د تورې حجرې یاره!
د باروتو په لوخړو
د توپونو په درزا کې
د بمونو په غرزا کې
ته نهام شوې زما له سترګو
رانه ورکې ستا نعرې شوې
هلته دلته مې کتلې!
چې پر سترګو مې تیارې شوې
ویشتل شوی پر ځیګر وې!
ته شهید پروت پر سنګر وې
زما له خوله ووته کريغه
زما د خړ کتابه شریکه
شهید ملا محمد حسین مستسعد