مقالی اوتبصرې

زما نظر دادی

زما نظر دادی چې زموږ چارواکي له هغه میتود او ممکینو طریقو څخه کار واخلي چې خپل ځوریدلی ملت را خپل او په

زما نظر دادی چې زموږ چارواکي له هغه میتود او ممکینو طریقو څخه کار واخلي چې خپل ځوریدلی ملت را خپل او په زخمونو یې پټۍ کیږدي.
غواړم په دوه مهمو او اساسي موضوعاتو درسره خپل نظر شریک او څرګند کړم.
اول دا چې یوه ډله د واک ترګدۍ رسیږي او نور دې ته مجبوروي چې هیواد پریږدي. ایا تاسي به تراوسه داسي هیواد لیدلی وي چې نظام بدلیږي یوه ډله یا تنظیم واک ته رسیږي او نورې ډلې یا تنظیمونه له ملک څخه وځي هیڅکله هم نه بلکې رقابت پدې کې وي چې څرنګه اوله کومو ممکینو طریقو کار واخلي، ملتونه را خپل کړي او خپلو خلکوته خدمتونه وړاندې کړي تر څو خپل ولسونه راضي کړي خو زموږ په هیواد کې خبره بر عکس ده، د نظام په بدلون سره ځیني خلک د تیښتې او یا هم د مخالفت لار خپلوي چې زما په نظر همدا مو په هیواد کې د پردیو د استخباراتې کړیولاس وهنو او نیابتي جنګونوته لار هواروي، پکارده چې موږ خپل مؤمن او قهرمان ملت ته د شفقت غیږ پرانیزو ځوانانوته د تعلیم او تحصیل اسانتیاوي برابرې کړو هغوی ته کار پیدا کړو او د هغوی له فزیکې او فکرې استعداد څخه لازمه او سالمه ګټه پورته کړو، ځوانان زموږ د هیواد مټې او قوت دی د خپل ګران او محبوب هیواد په آبادۍ او دفاع کې ورته اړتیا لیدل کیږي.
دوهم زموږ خویندو او میندو د دې هیواد په آزادۍ کې د خپلو مجاهدینو ورونو تر څنګ مهمه ونډه اخیستي. تاسي د اسلام تاریخ وګورۍ د حضرت صفیه رضی الله عنها او حضرت حنسا رضی الله عنها او داسي نورو عبرتناکې کیسې مطالعه کړۍ چې خپلو اولادونو ته یې د جهاد درس ور کاوه او خپل اولادونه یې قربانۍ ته چمتو کول. همدا رنګه د افغانستان تاریخ ته نظر واچوۍ له انګریزي ښکیلالګرو سره د افغان انګلیس په لومړۍ جګړه کې چې په همدې پلازمینه کابل کې پیښه شوه د ۸۳ تنو مجاهدینو ترڅنګ چې ۱۸ تنه یې زموږ خویندې وي په شهادت ورسیدې، د میرمن ملالې کارنامې له هیچا څخه پټې ندي د روسي استعمار په وړاندې د افغاني مجاهدینو ترڅنګ د شهیدې ناهدې قربانی باید له پامه ونه غورځول شي. همدا رنګه د امریکایې اشغالګرو په وړاندې یواځي په کونړ کې زموږ دوه قهرمانې او مجاهدې خویندې چې فدایې حملې یې په اشغالګرو ځواکونو ترسره کړې، تاریخ کې ثبت شي. زموږ ملت مؤمن او مجاهد دی د دوي په سر د ترحم لاس را کاږۍ په زخمونو یې پټۍ کیږدۍ د هیچا په مرستو اکتفا نده پکار، وطن د مور حیثیت لري او دا د ټولو افغانانو ګډ کور دی په ټولو حق لري چې په آبادولو کې یې اساسي ونډه واخلي دا وطن پردي موږ ته نه جوړوي پردي خو تاسي ولیدل او وینۍ چې دا څلور لسیزې زموږ د هیواد په ورانولو او تخریبولو بوخت دي او د آسیا دغه تاج او زړه د استکباري طاقتونو د وسلو د ازمایلو په ډګر بدل کړی. که غواړۍ چې خپل وطن جوړ او آباد کړو او خپله آزادي وساتو نو له هیواد څخه د ځوانانو او علمي کدرونو د تیښتۍ لړۍ بنده کړۍ، که خپه وي پخلایې یې کړۍ، که بې روزګاره وي کارو ورته پیدا کړۍ باید د استعمار له خطرناکو نقشو ځانونه خبر کړو او د هغوی د دسیسو مخنیوی وکړو. هغه افغانان چې له هیواده بهردي د بیرته را تګ زمینه ورته برابره کړو او په عزت خپل کورته راشي ترڅو به موږ د نورو لپاره د وسیلو په توګه استعمالیږو دا وطن به ورانوو او خپل افغانان ورونه به وژنو، ترڅو به نړیوال استعمار چیان موږ خپلو کې یو پر بل وژني، دنیا چیرته ده او موږ چیرته یو، خلک پورته روان دي او موږ ښکته. غیرت پیدا کړۍ اوله تیرو عبرت واخلۍ تورې به موږ وهو او افتخارات به نور اخلي راځي خپلو ګریوانونوته سرښکته کړو او پخپله راتلونکې له سره غورو کړو، زه تا مجرم ګڼم او ته ماته د مجرم ګوته نېسی لکه چې یو شاعروایې!
زه وایم ګناه تاته ده!
ته وای ګناه تاته ده
ووایه منصفه چې پدې کې ګناه چاته ده

سالمزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *