بېلابېلې لیکنې

زما نظر دادی

سالمزی زما نظر دادی چې ځوانان د یوې ټولنې د ملاتیر او د ټولنې نیمایې برخه تشکیلوي که زموږ همدغه

سالمزی

زما نظر دادی چې ځوانان د یوې ټولنې د ملاتیر او د ټولنې نیمایې برخه تشکیلوي که زموږ همدغه ځوان نسل په دیني او عصري زده کړو سنبال او د پوهې په ګاڼه ښکلی شي زیارؤ باسي او د علم د حصول په ‌ډګر کې نه ستړي کیدونکې هڅې وکړي کولی شي د خپل علم او پوهې پرمټ د خپل ګران او محبوب هیواد او ځوریدلي ملت حالت ته هم تغیر ورکړي او خپل هدف ( موخې ته ) ځانونه ورسوي لکه چې خوشحال خټک ویلی دي په غوټو ترلاسه کیږي خوشحال وایې! چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته هدف ته د رسیدو په لارکې ضرور ستونزې وي موږ کولی شو په خپل کلک هوډ اومتین عزم پدغه سوتزو لاس بري شو او خپلې ټاکلې موخې ته ورسیږو دجهالت پردې څیرې کړو او د روښانه سباوون په لور چټګ ګامونه واخلو اوس چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د بیلابیلو پوهنځیو تحصیلي نصاب ته د بیا ګتنې په موخه د علمي کلسترو جوړولو لړۍ روانه ده په هیواد کې د موجودو کدرونو پرمټ د واحد ملت او واحد تحصیلي نصاب لپاره ګړندۍ هڅې پیل شوي د ملت د هیلو مړاوي غوتۍ په غوړیدو کړی د اسلامي امارت چارواکي ژمن دي چې د خویندو او ورونو د تحصیل په برخه کې داسي شرایط او ډاډمن چاپیریال رامنځ ته کړي ترڅو زموږ ځوریدلي هیوادوال خوښ او د تحصیل او علم د مینه والو تحصیلی تنده خړوب کړي او پدې برخه کې بیا د هیڅ ډول ویرې او تشویش احساس ونکړي څرنګه چې آزادي په تشو خبرونه اخیستل کیږی مبارزه او قربانې غواړي لکه چې د شرق ستر نابغه افغان سید جمال الدین ویلی دي آزادي اخیستل کیږي ورکول کیږي نه زده کړو ته هم ځوان نسل کلکه اراده کړې اوتلوسه لري چې خپل ځانونه دعلم او پوهې په ‌ډګر کې له نړیوالو سره سیال کړي د اسلامي امارت مسولینو د دوی دغه شوق او جذبی ته په کتلو سره د تحصیلی نصاب د بیا کتنې پروسه ګړندۍ کړې ترڅو د اسلامي فکري روزنې ترڅنګ داسي په نړیوالو معیارونو برابر تعلیمي او تحصیلي نصاب جوړکړي چې پدې برخه کې بیا هیڅ ډول نیمګړتیا وي وجود ونلري موږ د خپلو مسولینو دغه ډول هڅې ستایو او خپل میړني ملت ته ډاډ اوزیری ورکوو چې ډیر زر به تعلیم، تعلم او تحصیل ته لارهواره او زموږ د ځوان نسل دغه اندیښنه ختمه شي او د ملت دغه غوښتنې ته مثبت ځواب وویل شي موږ د خپل مؤمین او مجاهد ملت د قربانیو پوروړي یو پکار ده چې په زخمونو یې مرهم کیږد و ځوانانوته د کار زمینه برابره کړو په خپلو منابعو اساسي او بنسټیز کارونه پیل کړو د خپلو سرشاره سیندونو په مهادولو او په هغوی د بریښنا بندونو د جوړولو لپاره مټې راونغاړو او چارې یې پیل کړو چې دا په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم او اساسي رول لري افغانستان د طبیعي ذخایرو ډک هیواد
دی.
او په فني ټوګه راسپړنه یې علمي مهارت غواړي او دغه فني مهارت له زده کړو او پوهې څخه پرته ناشونې دی نو لازمه ده چې موږ خپل ځوان نسل په هره برخه کې د مسلکي زده کړو لپاره هغوی ته داسي شرایط برابر کړو چې پدې برخه کې بهرنیو ماهرینو ته په هیڅ صورت اړتیا نه وي له تیرو عبرت واخلو او پدغه ډګر کې داسي بنسټ او بنیاد کیږد و چې تاریخ او راتلونکي نسلونه پري وویاري
په همدې هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *