کاغذ

زما نظر دادی

سالمزی

زما نظر دادی چې زموږ ملت باید نور ویښ شي او پري نږدي چې بهرنیان په یو نوم او بل نوم زموږ د هیواد په چارو کې مداخله وکړي او ملت د خپل نظام په مقابل کې مخالفت او بغاوت ته و هڅوي ځکه چې نړیوال استعمار نه غواړي په افغانستان کې یو سوچه اسلامي نظام حاکم شی چې دا زموږ د مؤمن او مجاهد افغان ملت غوښتنه او په همدې موخه یې په میلیونونو شهیدان ورکړي دی، همدا رنګه زموږ ګاونډي هیوادونه هم د یو قوي حکومت له جوړیدو ویره لري او خپله بقا د افغانستان په ورانولو او جنګ کې ګوري همدا لامل دی چې کله د ښځو حقوق او کله د ټول ګډونه حکومت وړاندیزونه کوي چې په حقیقت کې یو یې هم په دغه شکل ټول ګډونه حکومت نلري او نه هم په دغه پیمانه د ښځو حقوقو او په دولتونو کې کارکولوته ژمن دي دا د استعمار چیانو هغه شعار دي چې بې اتفاقې واچوه حکومت پري کوه. زموږ مؤمن ملت په دې پوه دی او نه غواړي چې د دوی په درواغجنو وعدو باربار تیروځي، د څلورو لسیزو تپل شویو جنګونو په لړ کې افغانانو دا هرڅه تجربه کړل او پکار ده له دغه ترخو تجربو پند او عبرت واخلي ځکه چې د نبي کریم صلی الله علیه و سلم مبارک ارشادی چې وایې: مؤمن باید له یوه سوري دوه وارې ونه چیچل شي. زموږ مسؤلین هم باید هوښیار اوسي خپله خپلواکې وساتې او د خپلو ملي ګټو او تاریخي ویاړونو په سر له هر ډول معاملو څخه ډه ډه وکړي، خپل هیواد او ملت له دغه بحران څخه وژغوري او دغه تاریخي ویاړ ترلاسه کړي، تاسي امریکا ته نظر واچوئ او د هغوي حکومت وګورئ هلته دوه ستر ګوندونه دي چې یو یې دیموکراتان او بل یې جمهوري خواهان دي، هر یو یې چې انتخابات وګټي د چارو واګې سنبالوي خو زموږ په هیواد کې ګڼ ګوندیز حکومت غواړي امریکا چې زموږ له هیواده پنځوس ځله لویه ده، دریم ګوند نلري خوموږ ته یې ۷ ګوندونه په پاکستان او ۸ ګوندونه په ایران کې جوړ کړل چې پایله یې د کابل د بې ګناه خلکو وژنه او خپل منځي جنګونه شول. همدار نګه که پاکستان ته نظر واچوۍ واک او اختیار د پوځ او ای.اس.ای په لاس کې دي، ټاکنې یې هم په دې شکل دي چې پوځ او ای.اس.اس یې غواړي د خلکو په سترګو د لاس ایښودلو پرته بله معنی نلري چې هغوی یې غواړي واک ته رسوی.
په همدی ترتیب د ایران اخوندي رژیم هم تاسي وینئ او ګورئ چې هلته څه روان او له ملت سره څه کیږي یا هلته له سنیانو سره څه روان دي. موږ هیڅکله نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله وکړه او نه مو چاته د حکومت د جوړولو وړاندیز وکړ. لکه چې پښتو متل دی: ږیره زما او واک یې د ملا.
د اسلامي امارت چارواکي نور دا اختیارات او واک هیچاته نه ورکوي چې بهرنیان دي راشي او زموږ په اسلامي نظام کې دې ترمیم او تعدیل راولي، څرنګه چې مو د هیواد په آزادۍ کې قربانې ورکړې په ساتنه کې یې هم هر ډول قربانۍ ته چمتو یو. د اسلامي نظام غوښتنه د ملت غوښتنه ده. موږ د نورو په چاروکې د مداخلې حق ځان ته نه ورکوو نور دې هم زموږ په چاروکې له مداخلې څخه لاس واخلي. ومن الله توفیق
دیوه ودان سرلوړی او غوړیدلي افغانستان په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *