
زما نظر دادی
سالمزی
زما نظر دادی چې د تیرو څلورولسیزو د ناخوالو او بد بختیو، فقر او غربت نیابتی جنګونو، او د نړۍ د استخباراتي فعالیتونو لپاره دا طرحې او نقشې د چالخوا او د څه لپاره د طرحه شوې د افغانانو له دین او وطن سره مینه خو ټولو نړیوالو ته لکه د لمر څرګنده ده چې د هر اشغالګر په وړاندې د مقابلې او سرښندنې ډګر ته یواځي همدا ملت ؤ چې د نړۍ د سترو فرعوني طاقتونو د طیارو او تانکونو په وړاندې یې خپلې سینې سپر کړی او د نړۍ د دیو سترو امپراطور د ماتولو ویاړیې را خپل کړ چې دا د اسلام او وطن سره زموږ د مؤمین او باتور ملت د مینې څرګندونه کوي خود نړۍ د استکباري او استعماري طاقتونو ته د یرغل او فرصت په برابرولو کې یو شمیر پلورل شویو او روزل شویو ایجنتیانو څخه ګټه اخیستل شوې او د هغوی په مرسته او همکارۍ زموږ په سپیڅلې خاوره یرغل کړی او زموږ مظلوم ملت یې له کوم جرم او ګناه پرته پخپلو وینو او اوښکو لمبولی او د هغوی د بې دریغه اولا مثاله قربانیو په پایله کې د وخت فرعونانو ته په خپل متین عزم، کلک ایمان او پیاوړي هوډ ماته ورکړې چې د خپلې ماتې په اړه د وخت د بیلابیلو اشغالګرانو لخوا د افغانانو د ارادې په باب څرګندونې کړي د بیلګې په توګه د انګریزي استعمار څخه د هېواد، د خپلواکۍ او استقلال د ترلاسه کولو او زموږ په هېواد کې د هغوی د بشپړې ماتې په هکله د هغه وخت د بریتانیې صدراعظم ګلاډیسټون ویلي ؤ له هغه ملت سره څوک څه کولی شي چې هغوی جنت د ټوپک په میل کې ګوری او په خپل شهادت او زخمونو افتخار کوي چې له هغوی را وروسته د وخت شوروي اتحاد چې په نړۍ کې یې سیال نه درلود زموږپه هېواد کې د خپل روزل شویو ایجنټانو نورمحمد(تره کي)، حفیظ الله(امین)، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب په واسطه او د روسانو په غیر مستقیم حمایت او قومانده د شهید محمدداؤد نظام رانسکور کړ د روسانو او د وارسا پکت غړو هېوادونو چې مشري یې روسانو کوله پر افغانستان یرغل ته لار پرانیسته چې د افغان مسلمان او مجاهد ملت یې په تش لاس مقابله پیل کړه او د ۱۴ کلن اوږده جنګ او جهاد په پایله کې یې ټیټ سرونه د خپلې خاورې ویستلو ته اړ کړل او د ۱۳۶۸ هـ ش کال د دلوې په ۲۶ نیټه وروستی روسي عسکر د حیرتان د پله له لارې په داسې حال کې چې د مجاهدینو له لوري پري فیرونو دوام درلود زموږ له هېواد د خیر غوږونه او د اوښکو ډکې سترګې ووتل چې په افغانستان کې د روسي قواو قوماندان جنرال ګرموف په افغانستان یرغل د روسي چارواکونه جبرنیدونکې اشتباه وبلله چې په نتیجه کې یې شوروي اتحاد ټوټه ټوټه او د وارسا پکټ غړو هېوادونو هم خپله آزادي واخیسته خو زموږ د جهاد دوهم مهم هدف چې په افغانستان کې د اسلامي نظام قیام ؤ مجاهدین د اقتدار په سر په خپلو کې په شخړو واوښتل د کوم نظام لپاره چې زموږ ملت خپلی ککرۍ د الله حضور ته نذرانه او په میلیونونو شهیدان ورکړل او په سلګونه زره یې معلول شول چې له هغې را وروسته د زمانې تر ټولو لوستر فرعوني ځواک و د ناټو ائتلاف زموږ په هېواد د یرغل وکړ او له هر ډول مادي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د شل کلنې اوږدې جګړې په لړ کې پدې بریالي نشول چې افغانان ایل کړي چې بالاخره نظامي او سیاسي چارواکویې پخپله ما ته اعتراف وکړ او افغانستان یې د اشغالګرو قبرستان یاد کړ او د وږي په نهمه زموږ له خاورې وروستي امریکايې د شپې په طیاره ناهیلی ووت زموږ ملت چې یو مجاهد او مؤمن ملت دی او د هر اشغال په مقابل کې یې په میړانه د هغوی مقابله کړې په کار ده چې زخمونه یې ټکورشي او ناهیلي یې په هیله مندۍ بدله شي په غیز کې ونیول شي او ښکې یې و چې شي او د هېواد او ملت دښمنانو تر د دې فرصت په لاس ورنشي چې د اسلامي امارت او ملت ترمنځ د تفرقې په لټه کې دي نظام له ملت څخه جوړ دی او حکومت په ملت کیږي په هر شکل چې کیږي د ملت رضایت د حکومت کولو لپاره لومړنی شرط دی اړینه ده چې د ملت مشروع غوښتنې او نیکې مشورې ومنل شي او پوښتنو ته یې لازم او مثبت ځواب ورکړل شي.
ومن الله توفیق