لیکنېمقالی اوتبصرې

زموږ خوشباوري او د دښمن ناوړه دسیسې!

دا چې د اسلامي امارت مشرانو د ولس لپاره خپله غیږه خلاصه پریښې، تر څو هر خاص او عام خپله خبره، شکایت او ستونزه تر دوی ورسوي او د مشرانو څخه ډاډ ترلاسه کړي، خو دغه حالت د دې سربیره چې د ولس خبرو ته رسیدګي وشي له ځان سره ستونزې هم ایجاد کړي، دښمن د اسلامي امارت د خلاصو دروازو ناوړه استفاده وکړه، له دغو لارو یې خپل اهداف ترلاسه کړل او د ولس او اسلامي امارت تر مینځ یې واټن رامنځته کولو او د مشرانو د دغې خوشباورۍ څخه یې دغه صف ته د زیاتو زیانونو رسولو اراده کړی.
د وخت او حالاتو نزاکت ته په کتو باید د هر چا دقیقه پلټنه وشي، دا د خوشباورۍ مرض مهلک او مضر دی، دا مو صف او ملګرو ته تاوان کوي، که چیرته همداسې خوشباوره و اوسو نو لرې نه ده چې خدای مه کړه د کار او شمار سړي له لاسه ورکړو، وخت د خوشباورۍ او په هر چا د اعتماد نه دی، د منافقت درجه تر حده تیره شوې او ورځ تر بلې خلک بدلیږي، توکل محض مه کوئ بلکې د امنیتي تدابیرو په اختیارولو سره بیا پر الله تعالی قوي توکل وکړئ.
د امنیتي کلکو تدابیرو اختیارول عین د دین او شریعت لارښوونه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډیرو غزواتو کې پر خپله خیمه رباط او پیره مقرره کړې وه، انس( رض فرمایي: رسول الله (ص) ته یو شخص وویل چې اوښ وتړم او توکل وکړم او که خلاص یې پریږدم او بیا توکل وکړم، نو رسول الله مبارک ورته وفرمایل چې اوښ دې کلک وتړه او بیا پر الله تعالی توکل وکړه.همدا راز ابي ابن سلول منافق د مسلمانانو لباس او جامه پر تن کړی وه، غوره عبادت او صدقې یې کولې، د مبارک علیه السلام مجلس ته به تر ټولو لومړی رارسیدلی و، خو بیا یې هم رسول الله صلی الله علیه وسلم پلټنه کوله، یواځې په ظاهري عملونو یې نه تیروتلو، بلکې تحقیق به یې کولو.
طالب مشران که څه هم دیانتدار او متدین دي، خو تر څنګ یې خوشباوره هم دي، د ډیرو په ملګرتیا پرته له تحقیقه باور کوي، چې همدې خوشباورۍ دې صف ته کله زیات زیانونه اړولي او په دې صف کې یې زیاته تشه پیدا کړې.طالبانو د خپلې همدې خوش باورۍ او په پټو سترګو منلو او ملګرتیاوو له امله د خپلې تیرې دورې پر مهال زیات زیانونه او بدبختیانې لیدلي او هم یې دا دی په اوسني وخت کې «چې دنیا پرمختللې شوې او عصري وخت راغلی، خلک د چالاکۍ تر وروستي حده رسیدلي» لا هم غټ زیانونه ویني او ګوري.د افغانستان دښمنان په واقعي صورت کې ډیر زیات دي، هغه تر اوسه په شل کلنه دوره کې آزاد ګرځیدل؛ خو له کله چې د طالب واکمني راغلې نو دوی خپل لباسونه، شکلونه او کړنې تغیر کړې، هغوی چې شل کاله د یو چا په غلامۍ کې تیر کړي وه، په یو میاشت کې یې شکلونه او هر څه تغیر شول، نن څنګه د دومره اعتماد وړ وګرځیدل، هغوی چې نن ږیره او پټکی په سر کړی، نن بغیر له پلټنې څنګه ستا تر دفتره او ستا تر مهمو ځایونو ورسیدل، لامل یې یواځې همدا خوشباوري او ملګرتیا ده، چې تاوان یې په غټ قیمت نن پرې کوو.
د تحقیق او پلټنې په اړه الله تعالی په سورة الحجرات کې خپل نبي ته حکم کړی.
ژباړه: اې مومنانو !که کوم فاسق تاسو ته له کوم خبرسره راشي ،نو تاسو (( دخبرپه اړه)) – تحقیق کوئ يو نبي چې هغه ته الله تعالی هر خبر د وحي په ذریعه ورکوي؛ خو بیا هم هغه ته د خپل احتیاط او تدبیر حکم کیږي او تر څنګ یې د پلټنې او پوره تحقیق امر کیږي، ولې چې مسلمانان زیان ونه ویني او د هر خاص او عام په خبره دوی ونه غولیږي.
مشرانو! خپلې دروازې د ملت پر وړاندې خلاصې پریږدئ، د هغوی غږونه او ستونزې واورئ؛ خو د امنیتي تدابیرو په اختیارولو سره اصول په خاص او عام مراعت کړئ، له خوشباورۍ راووځئ، ملګرتیا وپالئ خو د هغه اصولو په مراعتولو سره کوم چې د امنیتي تدابیرو لپاره ټاکل شوي، ځکه حالات همدا ایجابوي او دښمن له دې خوشباورۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

حماد افغان شېرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *